هارون سمون

‌ډیسکورس په ټولنیزو علومو لکه: فلسفه، سوسیالوژۍ، انټرپالوژۍ، سیاست، ژبپوهنه، ادبیاتو کې عمومیت پیدا کړی دی. ډیسکورس پوسټ ماډرنیزم ته په تمایل د ورستیو لسیزو ژوره تیوري ده، چې تیورسنان، ټولنپوهان او د سیاست علما یې په مرسته بېلابېلې پدیدي، ټولنې او اجتماعي سټرکچرونه تحلیلوي او جوړوي. ډیسکورس په ټولنیزو علومو کې پراخ مفهوم موندلی، چې ډول ډول تعریفونه لري، میشل فوکو ډیکورس له ګفتګو راوه ایست او په پراخ ډول یې مطرح کړ. 


‌ډیسکورس د ټولنو اجتماعي باورونه، عقاید، دین، کلچر، فرهنګ او نورې ورته پدیدې په ځان کې رانغاړي او په ټولنه کې په نوې بڼه شکل ورکوي؛ یا د ټولنې لپاره د یوې دریمې لارې په توګه سیسټم رامنځته کوي او ټولنه جوړوي. د بېلګې په توګه پاکستاني ټولنه د پاکستاني اسلام، انګریزي قانون او پاکستاتي اجتماعیت پر بینا ساز شوې ده. ایراني ټولنه د شعیه اسلام، اخوندي اسلام، خمیني اسلام او ایراني ټولنې د ټولنیزو باورونو په رانغاړلو په یو نوي ډیسکورس جوړې شوه ده.

زموږ اوسنۍ ټولنه د لېبرال ډیموکراسۍ پر ډیسکورس جوړه شوې، چې له طالباني ډیسکورس سره یې سازش ناممکن دی، ځکه په لېبرال سیسټمونه کې فرد اصالت دی، په طالباني ډیسکورس کې خدای اصالت دی، چې د دې دواړو متضادو ډیسکورسونو یو کول محال دي. د دې دپاره چې د لېبرال ډیموکراسۍ ډیسکورس او طالباني ډیسکورس سره منحل کړو، درېیم ډیسکورس ته اړتیا لرو، په درېیم ډیسکورس کې به دواړه خواوې زیان نه ویني؛ درېیم ډیسکورس د افغانستان د بحران ښه حل لاره کېدا شي، چې پر بینا یې یوه نوې ټولنه جوړه کړي. دا چې ټولنې په سیسټمونو کې تغیرېږي، لوی خلک لوبې پرې کوي، ښه دا ده، چې د معاصر افغانستان نوی علمي قشر پر خلکو دا ځل سمه لوبه وکړي، چې نتیجه یې پرمختللی او باثباته افغانستان وي. 
د درېیم ډیسکورس پر لور.

One thought on “درېیم سیاسي ډیسکورس | هارون سمون”
  1. سلامونه،
    ګران ورور سمون ساب !
    زما په فکر په یو خدای ج. ایمان او عقیده یوازې د طالب یا مجاهد ا.د.ن. پورې مختص نه ده ؛او فردیت هم یوازې په لیبرالیزم پورې نه دی؛ اصلاََ ډیموکراسي د خلکو له خوا پر خلکو حکومت دی او لیبرالیزم بیا د ډیموکراسۍ یو ډول دی چې لکه انګلستان، فرانسه ا.د.ن. کښې پارټئ لري خو زمونږ او ستاسو ډیر مسلمانان هم لندن کې د خپل یو خدای ج. عبادت کوي ،همدارنګه نورو هیوادو کې.
    زما په آند مشکل د هر چا په نفسونو ، حرص ، خودخواهۍ، کبر ا.د.ن. که په فردي ډول وي یا ګوندیز او یا هم ټولنیز او…فتنه اوفساد کښې۰
    اوس پوښتنه بیا هم دا ده چې دریم ډیسکورس به څه وي ؟؟؟ ؛ دیسکورس ته ایرانیان ګفتګو وایي ؛ خودا مهمه ډه چې له بې-تقوی او بې- عمله ملا نه با عمله او متقي عالم بهتر دی !!.
    والله اعلم بالصواب .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *