تاند- افغان امنیتي چارواکي او دیپلوماتان وايي، په پلازمېنه کابل کې د خوراکي موادو د یوې نړیوالې کمپنۍ ۳ بهرني کارکوونکي له یرغمل کېدو وروسته ووژل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې یوه دیپلومات وویل، دغو ۳ تنو د خوراکي موادو د نړۍ دوهم ستر شرکت سودیکس ته کار کاوه.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي وویل«یو هندی، یو مالیزیايي او یو مقدونیايي وتښتول شول او بیا ووژل شول. موږ د دوی مړي موندلي دي.»

یوه افغان امنیتي چارواکي وویل چې دوی د وژل شویو کسانو کارتونه د هغوی د جسدونو ترڅنګ موندلي او هڅه کوي چې له سودیکس کمپنۍ سره تماس ونیسي.

په افغانستان کې د سودیکس کمپنۍ غړیو تراوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا کسان نن سهار د کابل له صنعتي سیمې (ډیسپچیلي) څخه تښتول شوي وو او مړي یې په موسهي ولسوالي کې موندل شوي دي.

One thought on “درې بهرنیان په کابل کې له تښتول کېدو وروسته ووژل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *