تاند- تاجک او قیرغیزي رسنۍ وايي چې افغان سرحدي ځواکونو د افغانستان د حکومت درې جګپوړي غړي، چې غوښتل یې تاجکستان ته وتښتي، نیولي دي.
د قرغیزستان د (AKIpress) خبري اژانس د راپور له مخې دا درې افغان چارواکي، چې ولسمشر غني یې د نیولو امر کړی و، مخکې تر دې چې د تاجکستان خاورې ته واوړي په شیغنان ولسوالۍ کې د پولیسو له لوري ونیول شول.
ویل شوي چې نیول شوي کسان د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت جګپوړي مامورین دي.
د نیول شویو چارواکو نومونه محمد امین قانع، احمد نوازبختیار او سید امان الله سادات ښودل شوي دي.
د شیغنان ولسوالۍ د پولیسو قومندان ډګروال سخي داد حیدري وویل چې دوه سیمه ییز مامورین، بشیر او عبدالغازي، چې د ښاري پراختیا د وزارت د چارواکو له تېښتې سره یې مرسته کوله، هم نیول شوي دي.
ټول نیول شوي کسان اوس د شیغنان ولسوالۍ په توقیف ځای کې دي.
د مې په دېرشمه نېټه د ښاري پراختیا وزارت شپږ جګپوړي مامورین د ملیونونو ډالرو په وهلو تورن شول، څارنوالۍ ته معرفي او له هیواده پر وتلو یې بندیز ولګول شو.
ویل شوي چې درې نور چارواکي څارنوالۍ ته حاضر شوي دي.
هیڅ خبره نه ده د هغوی د بډو شریکان خو ژوندي دي ګل غوندې به یې خپلو کو رونو ته ولیږي، والله که څوک په کږه ستر ګه ورته وکوري، ټلواله د ژوندۍ وي ،اشرف غني خوشې خبرې کوي هسې بیکاره دۍ
هغه کسان چارواکی چې د افغان غریب ملت حق خوری خیانت ورسره کوی الله تعالی دې ورته خېټو کې ماران کړی او الله تعالی دې په دواړو جهانو کې شرمنده او مختورن کړی
Not a big deal, some one from Shorai Nizar or a warlord from Northern Alliance will help them go back to their homes with no problems.