محب ارمل

مينه او غوسه

يوه ورځ باد لمر ته وويل : زه تر تا پيا وړی يم .

لمر وويل : څنګه ؟

باد وويل : هغه بوډا وينې چې ډبله کورتۍ يې آغوستې ؟ شرط درسر تړم چې کورتي يې له وجوده وباسم .

لمر د وريځو تر شاغلی شو او ننداره پيل کړه. باد په تېزۍ را والوت، خاورې او دوړې يې پورته کړې او په سړي ورغی مګر څومره چې باد تېزېدا هغومره بوډا په خپله کورتۍ کې ځان نغاړه او کورتۍ يې ټينګه وله …

باد زورونه ووهل خو د بوډا کورتۍ يې ونه ايستله، نو تسليم شو .

لمر له وريځو نرم نرم را ووت او بوډا ته يې په موسکا موسکا ځان ورلنډ کړ . د بوډا ګرمي وشوه د تندي خوله يې وچه کړه او کورتۍ وښکه.

پدې وخت کې لمر باد ته وويل : مينه او ملګري تر غضب، جبر او غوسې پياوړې ده .

۱۳۹۴-۶-۵

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شهکار

ابوسعيد ابوالخير ته يې وويل : فلانی سړی شهکار کوي، ځکه چې الوزي .

ابوسعيد ابوالخير وويل: دا خو مهمه نده مچ هم الوتی شي .

بيا يې ورته وويل: هغه بل څنګه بولې چې د اوبو پر مخ منډې وهي ؟

ځواب يې ورکړ اهميت نلري ځکه لرګی کټ مټ همدا کار کولی شي .

بيا يې ترې وپوښتل : نو ستا په نظر څه ته شهکار ويلی شو ؟

ابوسعيد ابوالخير داسې ورته مخاطب شو : دا چې د خلکو په منځ کې ژوند وکړو مګر خلکو ته د لاس او ژبې تاوان پېښ نکړو ، چې دورغ ونه وايو، چې ناسمې استفادې ونکړو . نو دغه شهکار دی .

اړينه نده چې يو بل وزغمو بلکې همدومره کاپي ده چې د يو بل په اړه قضاوت ونکړو. لازمه نده چې د يوبل د خوشالولو هڅه وکړو بلکې کاپي ده يو بل آزار نکړو . مهمه نده چې يو بل اصلاح کړو، مهمه داده چې خپلو عيبونو ته ځير او اندېښمن شو. حتي لازمه نده چې يوبل ته مينه ورکړو بکلې لازمه دا ده چې له يوبل سره دښمني پرېږدو .

هو، د يوبل په څنګ کې خوشاله اوسېدل او په ښه زړه ژوند کول شهکار دی .

۱۳۹۴-۶-۶

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د خدای(ج) هيله

د حضرت موسی (ع) په غاښ درد و، الله پاک ته يې خپل حال بيان کړ.

الله (ج) ورته وويل لاړشه له پلاني بوټي کار واخله غاښ به دې ښه شي. حضرت موسی (ع) همداسې وکړل او غاښ مبارک يې ښه شو .

څه وخت وروسته بيا د غاښ درد ورباندې راغی او د ښه کېدو لپاره يې له هماغه بوټي ګټه واخسته . مګر د غاښ درد يې ښه نشو.

الله پاک ته مخاطب شو او د علت پوښتنه يې وکړه چې ولې يې په هماغه بوټي د غاښ درد دا ځل ښه نشو ؟

نو په الهي خطاب کې ورته وويل شول : په ړومبي ځل زما په هيله بوټي ته ورغلې، داځل د بوټي په هيله تللی وې او له ما غافل وې.

۱۳۹۴-۳-۱۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *