حامد سالارزی- امریکا –
پاکستان سره د روانو ناندریو د پای ته رسولو یواځینۍ لار د ډیپلوماټیکي اړیکو پرېکون دی.
له پاکستان سره زمونږ اصلي موضوع د ډیورنډ کرښې مسئله ده، چې له بده مرغه په اوس وخت کې یې د حل توان نه لرو.
افغانستان د پاکستان روان نازونه د ډیورنډ پر سر زغمي او افغانستان هیڅ کله ددې کرغېړنې کرښې مننونکی نه دی.
ددې مکار هېواد سره د اړیکو پرېکون به مو تر یوه حده روحي ارام کړي او هره ورځ به یې له شومو لوبو خلاص وو، خو له دې ټولو وړاندې افغانستان باید له پاکستانه د ځان رانغاړلو مرحله پيل او په تدریجي ډول پر دې هېواد له تکیې ځان خلاص کړي.
په پيل کې باید د هېواد په کچه داسې یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې ناروغان مو پاکستان ته له تګ خلاص او دلته په کور دننه خپله تداوي وکړي.
پاکستان ته د ډیری افغانانو تګ یواځې د خپلو ناروغانو په خاطر وي، چې له بده مرغه دلته په افغانستان کې مونږ داسې سم روزل شوي ډاکټران او مجهز روغتونونه نه لرو، چې خپلو ناروغانو ته په سم ډول تداوي وکړي؛ نو په همدې خاطر دغه ناروغان پاکستان ته ځي او هلته د خپلې ناروغۍ علاج کوي، که چېرې افغانستان د یو قوي هوډ له مخې دلته په پلازمېنه کابل کې د ټول هېواد په کچه یو مجهز او معیاري روغتون جوړ کړي؛ نو پاکستان ته د تګ مخه به ونیول شي، چې په دې سره به هغه ملیونونه ډالر چې پاکستان ته وړل کېږي، په خپل هېواد کې پاتې او بېرته به ددې هېواد په ابادۍ ولګول شي.
په دوهم قدم کې افغان حکومت باید له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدو ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او وروسته یې راتګ ته زمینه برابره کړي، که څه هم په دې برخه کې به حکومت له ستونزو سره مخ وي، خو خپلې ټولې هلې ځلې دې پکار واچوي او له ملګرو هېوادونو او نړیوالۍ ټولنې دې مرسته وغواړي، تر څو دې مهمې مسئلې ته د پای ټکی کېښودل شي او ټول مهاجرین بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
مونږ په کور دننه پراخې دښتې او سیمې لرو، چې تر ننه هسې پرتې دي، که همدغه لویې دښتې راستنېدونکو کډوالو ته په واک کې ورکړل شي او پکې مېشت شي، هم به مو پرې سیمې ابادې وي او هم به د پاکستان له ځورونې خلاص وي، چې دا چاره شونې او د امکان وړ ده.
بل مهم ګام چې پاکستان څخه د خلاصون لپاره باید ترسره شي، د وارداتي سوداګرۍ لپاره بدیل هېوادونه دي.
د ملي وحدت حکومت په راتګ سره له نېکه مرغه افغان حکومت تر ډیره حده د پاکستان له تولیداتو مخ اړولی او پر ځای یې بدیلې لارې ټاکلي، چې دې چارې ته باید وسعت ورکړل شي او په دې برخه کې حکومت لا نور ګړندي ګامونه پورته او له هغه هېوادونو سره چې هېواد ته یې اموال راوړل شونې وي، اړیکې جوړې او سوداګري ورسره پيل کړي.
افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره په سیمه کې ډیری داسې هېوادونه شته، چې د پاکستان څخه په ښه کیفیت او ارزانه نرخونو افغانستان ته اموال صادرکړي او دا هېوادونه به په ورین تندي او د دوستانه اړیکو پر اساس له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ خپلې نورې ورته اړیکې پراخې کړي.
کله چې افغان حکومت په دغه دریو مواردو کې پر ځان بسیا او متکي شو، بویه چې د افغانستان د پرمختګ پېر پيل شو.
افغان حکومت دې د دغه دریو مواردو له تکمیلېدو وروسته له پاکستان سره هر ډول ډېپلوماټیک روابط وشلوي، له اسلام اباد څخه دې افغان سفیر ته د راتګ امر وکړي او دلته په کابل کې دې د پاکستان سفارت وتړي او سفیر او اړوند نور کارکوونکې دې یې د ۲۴ ساعتونو دننه له کابله اخراج کړي.
افغانستان دې پر نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د پاکستان ضد پالیسي اختیار او د پاکستان د واقعي څېرې د بربنډولو خبرې وکړي.
هغه اسناد او شواهد چې په پاکستان کې د ترهګرو د روزلو او تروریستي مرکزونو د شتون په تړاو افغان حکومت لري، نړۍ ته وښايي او په زغرده یې رسوا کړي.
له دریو کالو راهیسې پر افغان خاوره د پاکستان د راکټي بریدونو، افغان خاورې ته د پاکستاني چورلکو د راوښتو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د سرغړونو مسئلې دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې او په دې برخه کې دې ورڅخه شکایت وکړي؛ د دې ترڅنګ افغانستان دې د پاکستان حکومت رسمآ د افغانستان دښمن اعلان کړي او په افغانستان کې دې د ټولو وینو بهولو عامل وبولي.
پاتې شوه د ډیورنډ کرښه، لکه څنګه چې نړۍ ته جوته ده، دا کرښه یوه تحمیلي او غیرې قانوني کرښه ده او هیڅ وخت قانوني بڼه نه لري؛ افغانان د خپلې ککرۍ پر بیه خپله خاوره بل چاته نه پریږدي او تر هغې به یې په رسمیت نه پیژني، تر څو چې رسمآ له ډیورنډ ها غاړې مقبوضه سیمې له افغانستان سره نه وي تړل شوي.
پاکستان هره ورځ د افغانستان له بېوزلۍ او بې کسۍ ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول غیرې مشروع او ناقانونه کړنې د افغانستان په خاوره کې ترسره کوي.
په افغانستان کې روانه جګړه په پاکستان کې د روزل شویو طالبانو او ورته نورو ډلو له خوا مخته وړل کیږي، چې تر شا یې د پاکستان مستقیم لاس دی او نه پریږدي چې افغانستان دې پرمختګ وکړي او افغانان دې ارام ژوند.
په افغانستان کې هر ورځ چاودنې، وژنې او وینې بهونې مستقیمآ د پاکستان په اشارو ترسره کیږي او د دې ټولو لاسوهنو کره شواهد موجود دي.
پاکستان هېڅ وخت د افغانستان دوست کیدا نه شي او د افغانستان ګته هم په دې کې ده چې پاکستان ته نه ووايي او نور له دې هېواد څخه ځان راټول او هر ډول اړیکې ورسره پرې کړي، چې دا به د یو تل پاتي او ودان افغانستان لپاره پر ځای اقدام وي او افغانان به تل ددې شیطاني هېواد له ظالمانه اعمالو په امان کې وي.