تاند- په هند کې ۳ پولیس افسران، چې یو شمېر افغانانو ته یې د هند جعلي پاسپورټونه جوړ کړي وو، له دندې ګوښه شول.

د هندي ورځپاڼو (ټایمز اف انډیا او ناف بهارت) د راپور له مخې، درې پولیس افسران په دې تورن شوي چې په ډیلي کې یې ۵۲ افغانانو ته د جعلي اسناد پر اساس د هند پاسپورټونه جوړ کړي دي.

د هند تحقیقاتي ادارې شک لري چې په دې قضیه کې به نور پولیس هم لاس ولري.

په راپور کې ویل شوي چې لومړی ۶ میاشتې پخوا ۱۵ تنو افغان اتباعو ته هندي پاسپورټونه صادر شوي او بیا ۳۷ نورو افغانانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

راپور همداراز وايي چې افغانانو غوښتل چې د هند په پاسپورټونو نورو هیوادونو ته لاړ شي.

په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا افغانان نیول شوي او که له هنده په وتلو بریالي شوي دي.

ویل شوي چې پولیسو له ۵۲ افغانانو څخه د پاسپورټونو په بدل کې ۲ کروړه هندي روپۍ اخیستي دي.

دوی ټول د ډیلي په پنجابي باغ، راجوړي ګارډن او تیلک نیګر کې په کرایه اوسېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *