۱-د فرهنګ د کور یو ځوان مخکښ، شاعر، لیکوال، محقق او د پوهنتون محصل ارواښاد عبدالقدیم پتیال، په داسې حال کې چې په صنف کې ناست او استاد ورته تدریس کاوه، د علم وفرهنګ د دښمنانو له خوا ترور شو.
۲- د کندهار د میرویس لېسې د لسم ټولګي زدکوونکی بېګنا هستي محمد د څارنوالۍ (څارنوال جبار) له خوا د ثابت شوي مجرم فیض الله پر ځای د ښاري او استیناف محکمو ( قاضي عبدالحلیم مسلم او قاضي رییسخېل) له خوا په پنځلس کاله بند محکوم شو.
۳- د کندهار یو ډېر سپین ږیری ښوونکی چې ټول شیرین عمر یې د افغانستان د بچیانو په روزنه کې په افتخار خاورې کړی، د ډنډ ولسوال هاشم آغا د بدمعاشانو له خوا د خپلې ځمکې د ثابت حق پر سر په پوره بې رحمې سره په عام محضر کې ووهل شو.
– تاسو د دغو درو پېښو په ماهیت کې څومره توپیر وینئ؟
– د کندهار محترم والي او د کندهار پوهنتون مؤسس ډاکتر پوهاند توریالی ویسا خبر دی او یو څه ویلای شي؟
– د عادلانه نظام پر لار د روان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني تر غوږه د یوویشتم قرن په ټکنالوژي کې د دې عجایبو آوازې ور رسېږي؟
محمد یار یار
۲۵/۱۰/۱۳۹۳