لیکواله: روضیه بهیر||
څو کاله پخوا مو له کابل څخه کور د کاپیسا کوهستان ولسوالۍ ته یووړ. هلته مې (CHNE) طبي زده کړې پیل کړې. او د اسلامي اثارو مطالعه مې هم کوله په دې اړه مې ګڼ شمېر کتابونه په خپل کور کې هم درلودل. د کابل د هوايي بلاکونو سره مو نژدې کور و او د بي بي مهرو په عالي لیسه کې مې زده کړې کولې خو ماسپیښین مهال مې دیني زده کړې د کلي په مدرسه کې هم کولې او نورو شاګردانو ته مې تدریس هم کاوه.
ډیری مهال مې دیني کتابونه لوستل، یوه ورځ زموږ یو خپلوان یو کتاب(احادیث وقصه های شرین محمدی) له کابل څخه راوړ، چې دا باید تاسو وژباړئ. د کتاب محتواز زما خوښه شوه او په یو کال کې په دري ژبه باندې شپینه زره چاپ شو. ما هم د کتاب ژباړه پیل کړه او په بریالیتوب سره مې پای ته ورسوله. کتاب مو په کابل کې د (چهاردهي کتاب پلورنځي ) ته وسپاره، په همدې شپو کې د کتاب پلورنځي د کورنۍ یو ځوان وژل شوی و. موږ هم کتاب وسپاره بیا ډیر مهال د دوی کتاب پلورنځي هم بند و. د کتاب د چاپ کېدو په اړه خبره همداسې پاتې شوه .
درې کاله وروسته مو کور کابل ته راوړ، د چرخي د پله په سیمه کې د سناتور الحاج جنت ګل د منځني ښونځي په نهم ټولګي کې مې د ریاضي تدریس کاوه،چې زما د شاګردې د چوکۍ په مخ کې یو کتاب پروت دی دا همغه کتاب دی چې ما ژباړلی و، په لیدو یې لږ خفه هم شوم، چې کتاب ما وژباړه نو دا د چا په نوم چاپ شوی دی؟ را وا مې خیسته د پښتې مخ چې مې وکته زما په نوم چاپ شوی او همغه کتاب دی چې له نن څخه درې کاله پخوا مې ژباړلی و، بیا مې ښاغلي استاد بهیر ته زنګ وهه، هغه په پوهنتون کې و د خپل چاپ شوی اثر کیسه مې وکړه، هغه هم ډېر خوښ شو او تبریکي یې راکړه. کله چې مې کتاب راوړ په یو کال کې څو زره چاپ شوی دی خو د پښتې په عنوان کې یې ستونزې وې په اول چاپ کې یې په پښتۍ (حدیثونه او د حضرت محمد (ص) کیسې) لیکل شوي. په نورو چاپونو کې (حدثونه او د محمدی قیصې ) لیکل شوي دی او ما خپله داسې لیکلې و«حدیثونه او د (محمدي) خوږې کیسې» او اوسمهال بیا خبره شوم چې کتاب پلورنځي بیا چاپ ته استولی دی د پښتۍ د عنوان په اړه مې خپله نظریه ولېږله . او ټولو هغه کتاب پلورنځیو ته په کار ده مخکې له دې چې کوم اثار چاپ کړي باید لیکوال او ژباړونکي ته د کتاب پښتۍ او متن وښیۍ.