خیر مومند

افغانستان نن د وړاندی څلويښتو کالونو څخه زيات پرمختګ کړى او لا هم د پرمختګ په لور په وده کې دی.
افغانستان لومړی ځل دپاره د نړۍ مفسيدو هيوادونو له کتار څخه بهر شو،

ددې تر څنګ افغانستان د نړۍ په خوشحاله هيوادونو کې د پاکستان څخه مخکې او پاکستان وروسته پاتی شو.
افغانستان له نن وړاندې بحر ته لار نه درلوده خو اوس د غنی بابا په کوششونو او هلو ځلو د نړۍ په سوداګريز مارکېټ بدل شوى او لار يې پيدا کړې ده.

افغانستان داسې لوړ رتبه چارواكي بی صلاحیته کړل شول چې پخوا به چا ورته لاس هم نشو وروړلي مګر اوس له دندو لرې شوي او په زندانونو کې اچول شوي دي.

نن ولسمشر غني د نړيوالو پر وړاندې یې داسې پاليسي اختياره کړي ده چې ګاونډيانو يې له پخوا په ترهګریزو پیښو کې لاس درلود خو اوس له مخ څخه پرده پورته کړی او نړۍ ته یې رسوا کړی چې حتی مرستې یې هم پری بندې کړي دي.
دا د ولسمشر غني د غوره سیاست برکت دي چې پاکستان اوس د اقتصاد له اړخه نزول او بحران سره مخ دی، چې له امله یې لوى لوی شرکتونه په ټپه دریدلی دي.

د غني بابا د خپل بيساري سياست له امله د نړیوالو پام یې افغانستان ته را اړولی دی، ترڅو د نړۍ مشهور پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د غنی بابا په دري کلن ولسمشريز دوره کې د افغانستان په اقتصاد کې لازم پرمختګ تر سترګو کیږې، د پخوا پرتله ډېر پر مختګ شوي دی چې له مخی یې ملي عوايد د پخوا په نسبت 70% زیات شوی دي.

افغان نظامی ځواکونه اوس تر ټولو په غښتلي وسايلو مجهز سمبال شوي دي.
زموږ هوایی ځواکونو د پخوا پر تله ډېر ځواک ترلاسه کړى دی، دا د همدغو ځواکونو د ځواک نتیجه ده چې دوښمن په هر ځای کې په ګونډو کیږي او میدان پریږدي.

د غنی بابا غوره سیاست له امله اوس افغانستان د بندونو د نړيوال کميسيون غړیتوب هم تر لاسه کړی دی.
اوس افغانستان د پخوا په نسبت د لويو بندونو، ريل ګاډی پټليو او لویو لارو زيات برخمن شوى دی.

که موږ يې پر نورو لاسته راوړنو وغږیږو نو کیدای شی چې په لیکنو یې کتابونه ډګ شی او په لوستلو یې تاسې ستړي شى.

ددغه په بدن ډنګر او په عمر زیات انسان ولسمشرۍ څخه ځکه ملاتړ کومه چې د ځوان فکر خاوند دی، تل ملی منافعو ته کار کوی،

د یو پرمختللی او ودان افغانستان خیال په ذهن کې د ځان سره لری او غواړی چې دا وطن پر خپلو پښو ودريږي.
تل دی وی افغانستان.
ژوندی دی وی زمونږ ویاړلی ولسمشر.
هڅاند دی وی زمونږ پیاوړی ولسونه.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *