كلـه كلـه مې اوس هم وتخنوي، د هوټل د شامپو لـه تيوب څخه راټوپ كړي او كلـه كلـه بيا د عامه تشنابونو د صابون لـه تيوبونو څخه راوځي. يو ځل خو په پېنانګ كې د يوې زړې لرونكې لرونكې ونې لاندې كې يې ونغاړلم. درې ګلونه…

زه يې توضيح كولاى نه شم. زه نه پوهېږم كوم ځانګړى ګل په كې ښكېل و. هلكانو ب ترې كار اخېست چې خپل د څټ وېښتان پې ټينګ وساتي او يا يې د خپل سر بېل كريم كااوه چې ځانګړى بوى يې نه لاره او د وازګې او نورو شيان يې در په زړه كول او زما پلار يې را په ياداوه. زما پلار دكاندار او د هر چا انډيوال يو ښ نارينه او ښه سړى و.

((ته په دې ډول بهر ته نه شې تللاى، و جلكۍ.))

((خو زه په جامو كې لمبانه شم كولاى پلاره، خطر لري.))

خطرناك: دا هغه ويونكى و چې هر څه يې نغاړل، مرګ، په اوبو كې ډوبېدل، تاريخ، ښوونځي ته تګ او هغه څه چې سباناري كې خوړل كېدل.

((ځان دې پټ كړه.)) هغه وويل. ((قديفه دې واغونده.))

زه يوه زرې ناسته وم او په خپلې قدېفې كې تاوه راتاوه وم او د اوبلنو شګو ملخو مې د پښو منځ كې ټوپونه وهل. زما دلمبا جامې ډېرې تورې وې، باد ډېر سوړ و او زه په خپلـه چندانې خپلـه نــه وم. نــور ماشومان يو بل ته نږدې كېدل او يو پر بل به يې د بدن غړي لګېدل او جامي يي په شګو ككړې وې او هغه مې څنګ ته كېناست، يو هلك، يا هغه هلك چې زما په نشتوالي كې لـه ټولو نورو په توپير لوى شوى و. هغه د لمبا جامې اغوستې وې. ډېرې تنګې وې. د هغه په غړو يې زور راوړى و. تورې او سپېنې وې. موږ هم مهال ودرېدو او دواړوه د سمندر د غاړې د كمره د تېږې په لور هم مهالـه وخوزېدو. ما خپل قديفه وغورځولـه او پوهېدم چې د شا لـه خوا به دواړه څه ډول ښكارو.

موږ په هغه ځاى كې سره ولېدل چې كمر خلاصېږي او باد د ځمكې په مخ غزېږي، په ځمكه خورېږي او په تېږو ټكنى ټكنى ځي. موږ څپو ته ولوېدو. خو د خپلو جامو سره او د هغوى خطرناك دروندوالى مو احساس كړ. هغه زه كورته بوتلم چې وچې جامې راكړي. د هغه د كور غولى خټين و. سخت خو پاكو. د هغه مور هلته نه وه. يوازې د هغه نيكه په خپلو بڼكو لرونكو جامو كې د دېوال په عكس كي شته و چې مخ يې ګونځې كونځې و او د هغه ټاټو، موكو، د نړۍ نقشه، ښه كښل شوې وه.

((رنګاتيرا. هغه يو شهزاده و.))

ما د هغه د زاړه جمپر په غاړه كې درې ګلونو بوى حس كولاى شو.

زه نه پوهېږم چې دا د چا خبره وه چې موږ د شپې د كمره په سر كې سره وګورو.

هغه زه ښكل كړم او په خپل عطرويې وپوښلم. موږ شاته په وښو باندې پرېوتو او د باد د څپو لاندې غزېگدلي وو لاسونه مو سره نښتي او وجودونه مو رساً نېغ ولكه په پرېوتو مو چې د كنګل پر مخ نڅا كولـه او درې ګلونه مو دسر خول شوي وو.

زما پلار موږ ګير كړو.

زما پلار يوه پيالـه چاى وچښه، سګرېټ يې وڅوكل او په كرارۍ يې خبرې كولې تر هغې چې ما خبره ورواړولـه او ښه دليل مې ورسره ووايه. بيا يې ښه ووهلم.

((تاته ښايي چې ورته وايې.)) د وهلو څخه وروسته يې دا امر وكړ او ويې ويل، ((كه د دوى خوښېږي او كه نه، خو دا خبره سمه ده.))

موږ په هماغه ځاى كې ناست وو چې نيا دوى مې د پلار لـه دكان څخه لـه راتګ وروسته كېناستل.

((زه نه شم كولاى ….))

((نو بيا زه ….))

موږ بيا هـڅه وكړه.

((تاسو نه …))

((تاسو ته ښايي چې …))

بې ګټې وه.

ما ورته وويل، (( ته لاړ شه.))

هغه وويل((زه دې لـه دې وروسته نوره نه شم ليداى.))

((زه پوهېږم.))

((مور وايي …))

((ستاسو مور؟ څه وايي؟))

(( هغه وايي چې ته د يوه عــــادي

دكاندار لور يې.))

ما ورته ونه ويل چې زما پلار
څه وويل.

په هغه ځاى كې چې سينما وه اوس د پترولو سټېشن دى. عطر دېرش كالـه پايېدلاى شي؟ د ګلونو د منځ په مزو كې يا پاڼو پورې نښتى وي، لكه تور ګريس چې د يوه پاخه سن لرونكي پمپ سټېشن د ماوري كار كوونكي د ماتونوكانو لاندې وي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *