د خوشحال خان خټک د دستارنامې دغه چاپ چي زه په همدې برخه کي پر ږغېږم. د محمدعبدالشکور په همت چاپ ته برابره سوې او د (اداره اشاعت سرحد پېښور) له خواپه ۱۹۵۲ ع کال خپره سوې ده (۱). په سرکي ئې د ” پېژندگلی” ترسرلیک لاندي شپږ مخه لیکنه راغلې ده چي لیکوال ئې د بدرشو سمندر دئ. په دغه لیکنه کي د محمد عبدالشکورخان له خوا د دستارنامې د کومي نسخې د موندلو خبره یاده سوې ده او ورپسې د خوشحال خان خټک په باب لنډي خبري سوي دي اوترهغو وروسته د دستارنامې پرمحتوا مکث سوی دئ. د خوشحال د آثارو شمېر ئې (۲۵۰) گڼلی دئ !(ج ــ مخ) چي له مبالغې ډک رقم دئ . زموږ محققین لیکي چي د خوشحال خان خټک منظوم آثار اووه، منظومي ترجمې ئې دوې او منثو رآثارئې اته دي (۲)
تردې لیکني وروسته “سریزه” شرو کېږي (اووه مخه).په سریزه کي داصل نسخې په باب لیکي چي دانسخه ئې ” د گنبت خان بهادر محمد رفیق خان” څخه ترلاسه کړې ده اوورپسي زیاتوي” … په کال ۱۱۱۹ هـ میاشت جمادی الثانی کښ دخوشحال خان دنمسی خان محمد افضل خان خټک په وینا عبدالحلیم نوم ئی کتابت په نستعلیق رسم خط دوباره لیکلې وه ــ چه حرفونه ئی دپښتو دی ولې داڅلورمخصوص ټکی ( څ ځ ښ ږ) په کښ نشته ــ دامعلومیگی چه داحروف ددغه وخت نه روستوراغلی وی” ( ح ــ مخ). په سریزه کي ئې داهم کښلي دي چي کتاب ئې په ” موجوده پښتورسم خط” دئ خواملا ئې هماغسي چي په اصل نسخه کي وه، رانقل کړې ده؟! . دکتاب مرتب ته دخوشحال خاني لیکدود دځانگړتیاووپه باب معلومات نه ول اوخوشحال خان چي ترځینوتورو لاندي همزه ایښوول، مرتب دهغې په وظیفه او اهمیت ښه نه پوهېدی. مرتب په (ل ــ مخ) کي دخوشحال خاني لیکدود (دی ئې په دې نامه نه یادوي، بلکي دهغه له پاره ” پخوا” کلمه کاروي) له پاره دوه جدوله راوړي دي اوپه هغوکي ئې ( خټک = خطک، غټ قلم = غط قلم، ټوپک = طوپک، ….) راوړي دي خوتر (ط) لاندي همزې ځني پاته سوي دي، یاښایي دقلمي نسخې له کاتبه پاته سوي وي.
دیادوني وړ ده چي مرتب یوځای لیکي چي خان دوست محمدخان کامل ” … باوجود د ډیرو مصروفیاتو دکتابت په لوستلو کښ ځما مدد کړی دی” ( م ــ مخ).
تر سریزي وروسته متن پیل کیږي چي ۲۷۸ مخه ئې نیولي دي. ترمتن وروسته یوولس مخه ” فرهنگ” راځي چي د دوست محمدخان کامل په قلم ترتیب سوی دئ. فرهنگ ئې دمتن دمخونو دشمېر پراساس اوډلی دئ.
دچاپي نسخې خطاط خیرمحمد فدا دئ اوپه سنگي چاپ په ( امپریل الیکټریک پریس صدر روډ پېښور) کي سوې ده.
ددستارنامې دغه چاپ خوراډېري لیکدودي گډوډۍ لري. یو څو مثاله ئې دادي :
دکتاب د” پېژندگلی” لیکونکي ځان (سمند دبدرشو)بولي ( وــ مخ)، خو دسریزي لیکوال درې لیکي (کرښي) وروسته ” سمندرخان دبدرخو” کاږي ( ز ــ مخ)
خوږو دوستانو د” خوگودوستانو” په شکل کاږي ( ح ــ مخ)
مونگ د (موږ) پرځای لیکي ( ط ــ مخ)
سترږو د (سترگو) پرځای ( ط ــ مخ)
دخاورو سلی د ( خاورو څلی) پرځای ( ط ــ مخ)
زیگولی د (زېږولی) پرځای ( ل ــ مخ)
او نور خوراډېر دغه شان مثالونه.
داچاپي متن به له دې اسیته یوڅه اهمیت ولري چي دخوشحال خان خټک دستارنامه ئې داول وار له پاره دعلاقمندانو لاس ته ورسول، نور نو دکتاب متن په داسي لیکدود لیکل سوی دئ چي د۱۹۹۱ ع کال چاپ دستارنامې دایډیټر او حاشیه لیکونکي حاجي پردل خان خټک خبره” دعبدالشکورصیب دچاپ کړې نسخې اِملا دومره ګرانه ده چه په اله آسانه څوک پرې پوهیدی نه شي ــ داځکه چه هغه د زړې زمانې دلیک اندازئې برقرار ساتلی دی او دنوې زمانې ضرورتونو ته ئې فکر نه دی کړی.” (۳)
په لنډ دول باید ووایو چي ددستارنامې دغه متن دمتنپوهني پراصولو لا څه، چي حتی دمتن برابرولودهماغه وخت دمروج دود پر لار ولیکه لاهم برابرنه دئ.ددغه متن دمرتب سعی مشکوره ده ، خو منظوره نه ده.
(۴)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) د دغي ادارې څښتن مرحوم عبدالخالق خلیق وو. له همدې اسیته ددستارنامې د۲۰۰۵ ع کال چاپ د مرحوم محمدعبدالشکور اومرحوم عبدالخالق خلیق نومونوته اهداء سوی دئ.
(۲)وگورئ : هیوادمل زلمی، سرمحقق ــ ننگیالی دزمانې ــ تر۱۷۵ مخ وروسته ــ ۱۳۸۰ ل کال چاپ
(۳)وگ : دستارنامه ،ط ــ مخ، د۱۹۹۱ ع چاپ، پښتواکېډیمي پېښور یونیورسټي
(۴)ددستارنامې دغه چاپي نسخه چي زه پر ږغېدلی یم،په علامه رشادکتابتون کي خوندي ده اوما د۱۳۹۱ ش کال دغوايي پر څلرمه په کندهارکي کي کتلی ده.
د استاد نورې لیکنې:
په پښتونخوا کې د میرزاخان انصاري…
د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې