لويه پراخه دينې مدرسه وه.

عام خلګ او د ماشومانو خپلوان د مدرسې په انګړ کې  جوړشوي سيوري ته ناست وو.

د ځانګړي مېلمنو، مقررينو او ديني عالمانو لپاره د سټيج سره د ناستي ځايونه چمتو شوي وو.

د نقليه وسايطو لپاره هم منظم ځاى ټاکل شوى و.

د مدرسې په انګړ کې ځيني زده کوونکي د مېلمنو د لارښوونې او ښه راغلاست لپاره منظم ولاړ وو.

ځينې نورو بيا پر مېلمنو باندې د اوبو پر ځاى يخ شربت وېشل.

هر څوک، چې به مدرسې ته ننوتئ، د ټاکل شويو کسانو لخوا د دوى د څپليو د خونديتوب په موخه پلاسټيکي کڅوړې ورکول کېدې، چې خپلې څپلۍ پکې واچوي او له ځانه سره يې کښېږدي.

له يوې خوا د جمعې ورځ او له بلې خوا توده هوا هغه څه وو، چې د ناستو کسانو څېرو له ورايه د پروګرام د ژر پاى ته رسيدو غوښتنه کوله، خو د سټېج پرسر د اکثرو ملايانو خبرې تکرار، اوږدې او له پېچلو عربي لغتونو ډکې وې.

د سټېج پر سر ټولي خبرې هم تکراري نه وې، يو شمېر ديني عالمانو بيا داسې خبرې کولې، چې  تراوسه مې  د مسجدونو د ملاامامانو په اوونيزو وعظونو کې نه وې اورېدلي.

د دوى له خبرو څخه داسې معلومېده، چې په دين کې ژوره مطالعه او د خلګو په پوهولو کې د لوى لاس تر څنګ په ټولنه کې د ديني عالم له مسؤليت څخه  پوره خبر دي.

دوى وويل، د اسلام سپېڅلى دين يوازي لمونځ، لويې تسپې، سپين کالي او لنګوټه نه ده، بلکي اسلام له خپلو پيروانو څخه پنځه ټکې مراعتول غواړي لکه : ( عقايد، عبادات، اخلاق، معاملات او معاشرت)

د عالمانو په قول، زموږ په افغاني ټولنه کې خلګ يوازي (عقايد او عبادات) دينداري بولي، په داسې حال کي، چې درې نور مهم توکي يې هېر کړي دي.

د وى له خلګو څخه وغوښتل، چې که غواړئ  د اولادونو دين او دنيا روښانه شي، نو د حفظ تر څنګ يې په ټولنه کې له خلګو سره په راکړه ورکړه( معاملات) راشه درشه ( اخلاق) او معاشرت (په ټولنه کې سم ژوندکول ) په لارو چارو پوه کړئ.

په رښتيا هم زموږ په ټولنه کې، چې يو شمېر کسان د ځينو سپين کاليانو، حافظانو، ملايانو او نورو… سره مخ شوي دي او زړه يې ځيني زهير دى، د هغه يواځينى علت دادى، چې د ديني زده کړو ځيني فارغينو خپل ژوند يوازې، تر حجرې، کتاب، استاد او مدرسې پورې محدود کړى دى.

په ټولنه کې ځان ته تر نورو خلګو ځکه په لوړه سترګه ګوري، چې له ټولنې ليرې پاته شوى دى.

خو برعکس په ټولنه کې عام ولس بيا له دوى څخه لويي هيلې لري او ورڅخه غواړي، چې هر حافظ ، هر سپين کالى او هر ملا بايد د ژوند په چارو کې هم د کتاب د سپينو پاڼو په څېر سپېڅلى وي، ليکن دا خبره ځکه سر نه سره خوري، چې يادو کسانو يوازې عقايد او عبادات لوستي دي او د ژوند له نورو برخو څخه لکه څنګه، چې په کار دى معلومات نه لري.

نو په کار ده، چې د دينې زده کړو په مرکزونو کې عصري زده کړي او د عصري زده کړو په مرکزونو کې دينې زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وشي .

                                             د همداسې يوې نېکمرغه ورځي په هيله

٢٠١٣ – ٠٦ – ٢٠

 له ګرداب څخه په مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *