د ۲۰۱۶ کال  اپریل په اولسمه نیټهد آخوندي رژیم د ټیکه دارانو تر ږیرې لاندې، د تهران د ښار په څنډو کې د ورامین په سیمه کې«ستایش» نومې افغان ماشومه د آخوندي رژیم د وحشي بچیانو د شهوت ښکار کیږي او بیا وژلکیږي.

ستایش یې له ټول معصومیته سره ووژله او د آخوندي رژیم استازو، د ستایش خپلوان او د هغوی نور خوا خوږي افغانان  سپڼ ایستلو ته هم پرې نه ښودل؛ په همدې وخت او همدې هیواد کې یو ایرانی شپږ کلن ماشوم د ایران په زنجان نومي ښار کې څاه ته لویږي، مړ کیږي، قضایي مقامات د هغه ښار ښاروال او څو تنه نور مسولین لومړی بر طرفه او بیا توقیفکوي. لکه چې آخوندي تفاوت همدومره وي.

هغه وخت په دې ډول د ستایش پر وژلو او دوسیه باندې خاورې واړول شوې، اوس څه پیښ دي چې بیا آخوندي رژیم د ځان بر حقه ښوولو له پاره او د عدالت د پلي کولو  په نامه ډمامې را پیل کړي دي چې د ستایش قاتل دوه ځلي په مرګ محکومشو.

څومره افغانان چې په ایران کې په دار ځړول کیږي، نه نوي (۹۹) سلنه باندې د مخدره توکو د کار و بار تور لګول شوی دی او مړي یې بیا بیرته د هغوی پر کورنیو خرڅول کیږي. دا دوسیې او نور هغه ظلمونه چې د ایران په جغرافیاي محدوده کې د افغانانو په حق کې شوي او کیږي، په کوم عدالت کې به وڅیړل شي؟؟؟

افغان چارواکي خو یې هسې هم په فکر کې نه دي. په کابل کې ناست واکداران هغه کارونه کوي چې باید و یې نه کړي، د شمالي کوریا د اتمي آزموینو غندنه کوي او…
و سړیه! ستا یې په کوریا څه او ستا یې د هغوی پر اتمي آزموینو څه غرض؟ خپل کور کې دې توره سپۍ لنګه ده، په زرګونو بچي یې خلکو ته غاپي او خولې ور اچوي، د تورې سپۍ کونګري در و تړئ.

په ایران کې هر افغان ته یو وار نه، په سل ګونو لا زرګونو ځلې د «آشغال» خطاب شوی او کیږي، خو هماغه «اشغال» چې بیا په کوم بل هیواد کې د خپل استعداد او لیاقت له مخې کوم مقام ته ورسیږي، بیا دوی سوانح، تذکرې او اسناد ور ته جوړوي چې دا ایرانی دی، که هیڅ نه وي دا خو وايي چې دا په ایران کې زیږیدلی دی، خو دا یې تر څنګه نه وايي چې دغه په ایران کې زیږیدلی یا زیږیدلې او دهغه یا هغې کورنۍ څو ځلې او په څه ډول د «افغان اشغال» په نامه، په زوره له ایران نه شړل شوي دي چې غوره مثالیې د کانادا په کابینه کې مریم منصف نومې افغانه ده.

دا چې اوس د ستایش قاتل ایراني آخوندان دوه ځلې په اعدام محکوموي، له دې به دوی څه موخه لري ، زه خو نه ور باندې پوهیږم.

هغه وخت چې د «ستایش» په حق کې دا ستره نا روا تر سره شوه او دا ستره غمیزه رامنځ ته شوه، ما د یوې مقالې په ترڅ کې موضوع دپنځه ویشت (۲۵)  مآخذونو په ښودلو سره په مستند ډول وڅیړله او د ۲۰۱۶ کال د اپریل په دوه ویشتمه نیټه مې د «دوه ماشومان، دوه مرګونه او دوه چلندونه» تر سر لیک لاندې خپره کړه، درانه لوستونکي کولای شي زما یاده مقاله په لاندې لینک کې ولولي:

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/68183

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *