له جیبه یې په مریو جوړه شوې اېنه راویستله.تور غوړ شوى پیکى یې یو خوا بل خوا کړ.لکه ځان چې خوند ورکړی وي، موسک شو.اينه یې جیب ته کړه.خټین دیوال ته یې ډډه ووهله. له کوتې یې سېګریټ راویوست. مخامخ یې وکتل . ګلناره په چابکو ګامونو په تور کمیس کې را روانه وه. رانزدې شوه. مخ یې لوڅ کړ. په رنجو تورې سترګې یې سرې شوې وې.ژړلې یې و.هلک نیغ ورته وکتل.
ـ څه شوې؟
ـ ګل بې بې ترور لیدلې یو. ورور مې خبر کړی. وایي له دې واده وروسته مې وژنې.
هلک غلی شو.ځمکې ته یې وکتل.سيګریټ یې ګوتو کې ومروړه.نجلۍ په زنګانه ګلدوزي شوی دستمال ورکېښود.اوچته جګه شوه.په چټکو ګامونو د دېوال سیوري ته راونه شوه.
ښځو په کړس خندل. په سینګار کې داسې ښکاریدې لکه باغ کې رنګا رنګ غوټۍ. ګلناره فکر کې ډوبه وه. په موټر ډز وشو.ودرېده. سردار له موټره ښکته شو. توپانچې ته یې مرمۍ تیره کړه.له شا د چړې ګوزار پرې وشو.ښځو چیغې وهلې.څه نه اورېدل کېدل.درې واړه په زور تور اوږده موټر ته وخیژول شوې. په سردار یې دواړه لاسونه شاته نیولې وو. په ډډه زونکي یې توپانچه ور ایښې وه. له غوسې ډک یې وویل:
ـ اوس به در وښیم چې بدي څه ته وايي؟
تور موټر روان شو.د سردار لاسونه یې خوشې کړل. په سړک ولویده.
د لمر نریو وړانګو تیاره کوټه رڼوله.ګلنارې سترګې پرانيستې. د جګېدو هڅه یې وکړه. سر یې وګرځېده. تېندار یې ورنزدې شوه. کمیس یې ورکړ چې په تن یې کړي. ګلنارې مور ته وکتل ، دیوال ته یې ډډه وهلې وه. ژړل یې.ویښتان یې شکول. د تېندارې سترغلیو یې سیوري کړې و. اوښکې یې بهیدلې.ګلنارې چیغه کړه.سر ته یې لاسونه ونیول. بیرته په ځمکه ړنګه شوه.له خولې یې ځګونه راغلل. مور او تېندارې یې پرې چیغې وهلې. د نجلۍ رنګ زیړ شو. سترګې یې چت ته خلاصې پاتې شوې. سلګۍ یې ستوني کې وچې شوې.
ملا په هدیره کې راټولو خلکو ته وویل
ـ نجلۍ ناولې مړه شوې. نه یې غسل کیږي نه جنازه. خاورې پرې واړوئ.
خلک له هدیرې وخوځېدل.څو کسه پاتې شول چې په مړي خاورې واړوي.سردار له ځان سره زغومیده
ـ داسې اسانه نه ده. بیا به یې هم پرې نږدم. دا وار یې د سر سړی وژنم.
هلک د هدیرې کوز سر کې ناست و.ګلدوزي دستمال او په مریو جوړې اېنې ته يې کتل.سېګریټ یې خلاص سوی و. باد تیز چلېده.وریځ وه . ورځ خړه ښکارېده. له ونو مرغۍ په الوتو وي.
