((درنو لوستونکو ته يوه یادونه: دا کيسه مې دوولس کاله وړاندې ليکلې وه، په هغه وخت کې د صبا په مجله کې خپره شوه. انټرنيټ کې نه شته له لږ اېډېټ وروسته يې له تاسې سره شريکوم. مننه له تاسې.))
هوا ښکلې وه، نرۍ باد لګېده، نه د ګرمۍ او نه هم د یخنۍ احساس کېده. د پسرلي ورځې همداسې ښکلې او په زړه پورې هوا لري. ورځې خپله لمن نغاړله شېبې د شپې په لور روانې وې، لمر ورو ورو له ځمکې خپلې وړانګې ټولولې، سيوری هم د لويديز له خوا په ډېرېدو و.
له خپلې مينې سره مې ژمنه کړې وه چې د لمر د لوېدو په وخت به يې باغ ته ورځم او يوه شېبه به يې ديدن کوم.
ټاکلې نېټه را ورسېده، په ځمکه ځای ځای د مازيګر سيوري پروت و. په ټاکلي وخت روان شوم. له هغې سره د زړه خواله ته ناکراره وم. غوښتل مې د زړه حال ورته ووايم. ورته ووايم چې نور يوازې او له دې پرته ژوند نه شم کولای، بايد چې ژر يو بل ته ورسېږو او تل د يو بل په څنګ کې خوشاله ژوند وکړو.
له خپلو سوچونو، وېرو او خوشاليو سره يو ځای روان وم. وېره ځکه وه، نه چې د دوی د کورنۍ او يا بل څوک مو وويني. نو څه به وايي چې زه څوک يم او هلته څه کوم.
له خپل کلي څخه تېر شوم. دوی له خپل کلي څخه لرې د خپلې ځمکې په يوه څنډه کې کور جوړ کړی و. زموږ او د دوی د کليو تر منځ يو سېند بهېږي چې سيمې ته يې يوه ځانګړې ښکلا ورکړې. د سېند دواړو لوريو ته زړه وړونکي شنه ځنګلونه ولاړ دي چې د انسان روح تازه کوي.
د پله لاره اوږده ده نو ځکه مې د سېند په غاړه پايڅې پورته کړې، په کراره په اوبو کې ورښکته شوم، لږ چې په کې لاړم په يوه ښويه ډبره مې پښه وښويېده له امله مې يې دوه درې سرغوټې وخوړې او په سختۍ راپورته شوم لاسونه مې نه شوای تکيه کوی ځکه چې لاسونه مې هم په ښويو ډبرو ښويېدل د سېند غاړې ته مې ځان ورساوه. په يوه شنه پوله ودرېدم چې له جامو مې اوبه وبهېږم، سر تر پايه مې جامې لندې وې. د دوی باغ هم سېند ته نژدې و. جامې مې نيښتېزلې چې په کړس کړس مې د خندا غږ واورېد. غږ خوږ را باندې ولګېد ځکه چې هغه د ګل پاڼې غږ و، هغه غږ و چې د نړۍ تر ټولو غږونو ماته خوږ و. غږ يې زما زړه تازه کړ.
زه خبر نه وم چې دا به يې زما له پاره وروستۍ خندا او خوشالي وي. ګل پاڼه په خپل سره سالو او سپين کميس کې د باغ د ونو د شنو پاڼو په منځ کې داسې ښکارېده لکه د ګل سرې پاڼې چې په شنو پاڼو کې ښکاري.
څنګ ته يې ور روان شوم، دومره په مينه يې راته کتل چې د تاثير له امله يې دويم ځلې په پوله وښويېدم او ټولې جامې مې په خاور ککړې شوې پښه مې د شولو (د وريجو کرونده) د پټي په ډنډ اوبو کې ونښته له همدې امله دويم ځلي سيند ته لاړم خو تر شا شا مې دې ته په مينه کتل او دې راته خندل.
بېرته راغلم خو ډېر ورڅخه شرمېدم ځکه چې په مخ کې يې دوه ځله لوېدلی وم او دې مې په سېند کې د لوېدو او ټولو غوټو ننداره کړې وه.
تر لاس يې ونيوم، له ډېرې خوشالۍ يې خبرې ګډې وډې کېدې. ويل يې نژدې سېند رانه وړی وې خو خدای ته شکر چې بېرته يې سلامت راکړې.
د باغ په منځ کې د اوبو نری لښتی بهېده چې سړې او پاکې اوبه په کې روانې وې. دواړه د لښتي يوې او بلې غاړې ته کېناستو. راته ويې ويل:
-زلميه ډېره درنه خپه يم.
-ولې خدای دې مه رانه خپه کوه. زه خو هېڅ کله هم تا نه خپه کوم.
-ډېر وخت کېږي چې زما پوښتنه دې نه ده کړې.
-اکبر ماما مې هره ورځ مور ته را روان وي. هغه دوه پښې په يوه موزه کړې دي وايي چې خامخا به له موږ سره خپلوي کوي.
له دې خبرو سره به يې له سترګو يوه يوه اوښکه هم ګرېوانه ته پرېوته، ويل يې نه چې هېره کړې مې وي او په بل چا مې زړه بايللی وي.
ومې ويل چې هېڅ کله به هم داسې ونه شي، ته څه وايې زه له تا پرته يوه لحظه هم ژوند نه شم کولای. خو درسونه مې را باندې زور شوي دي. تېرو ورځو کې مې آزموينې وې چې په ښه نومره په کې بريالی شوم. په دې خبره مې ډېره خوشاله شوه، زما په بريا سره يې اوښکې پاکې کړې او مبارکي يې راکړه.
د ګل پاڼې ګيلې لا خلاصې نه وې چې وړوکی ورور يې په مڼده راغئ.
ګل پاڼې ته دلته څه کوې؟ ژر راشه چې کور کې مېلمانه دي.
-څوک دي ولې وارخطا يې؟
-اکبر ماما دی ستا دسمال وړي، مور ويل ژر راشه چې خبره خلاصه ده.
-ګل پاڼې چيغه کړه.
-څه شی! دسمال!
مخ ته يې څپېړې ور واچولې، پوړنی ترې ولوېد، په چيغو شوه او په ځمکه بې حاله ولوېده.
۱۳۸۱ لمريز د لړم لومړۍ نېټه کابل پوهنتون مرکزي شپه غالی
محترم حبیب وقار صیب
اسلام علیکم
محترما وروره زه لیکوال نه یم خو قیصی د ساعت تیری او پند لپاره ګورم . ستاسی قصه می ولوستله ډیر ښه خو په قصه کی دی دوه متضاد موسمونه فصلونه دی په یوه وخت کی راوړی دی . د مثال په ډول د پسرلی ښایسته ښکلی ورځی وی او بیا د شولو په پټی کی ولویدلی . حالنکی شولی د منی په موسم کی کیږی نه د پسرلی په موسم کی . دا نقطه باید اصلاح شی. په درنښت
ستاسی ورور عثمانی