سوله رښتیا اړینه ده دلوی اورحیم خدایه غواړو چې زموږ ګران ټاټوبي ته سوله اوثبات راسي اودادټولو مظلوموافغانانو وروستی هیله ده

داچې اوس دکابل په مطبوعاتوکې تازه ددوبۍ ددفترخبره ګرمه سوی ده، زمانوم هم په دغه پروسه کې یادسوی دی، نوځکه زه غواړم چې په دې اړه لږ سپيناوی وکړم، اول تر ډیره ماته داټوله خبره بي اساسه معلومیږي ځکه چې ددغه راپور ورکونکي مرجع نه ده معلومه اونه یي راپور په ريښتوني اساس ولاړ دی،کیدای سي دایوه استخباراتو لوبه وي چې دخلکونظرداصلي موضوعاتوڅخه ویوه بل لورته اړ وې، تر کومه ځایه چې زماپه اړه خبره ده، زه دهيڅ جهت سره نه کارکوم اونه په هیڅ جریان کې که هغه سیاسي وي اوکه دسولي وي قرارلرم، نه مي ددوبۍ له حکومت سره په دې اړه خبره کړي ده اونه دافغانستان له دوه سري ادارې سره اونه مي هم دطالبانو له واکمنانوسره خبره سوې ده. ترډیره داخبرې زما او زماغوندي کسانو پوري اړه هم نه لري ، نوپر دي اساس زما اړوند دکابل دمطبوعاتوګنګوسې په کلکه ردوم.

دسولې په اړه دیوه افغان په توګه که ذي دخله لوري زماڅخه مشوره وغواړي زه خپل نظراومشوره ورکوم اماداهیڅ کله په دې مانانه ده چې زه ګواکي په یوه پروسه کې کارکوم.

دسولې په اړه مي نظردادی چې که ریښتونولي منځ ته رانه سي، د دواړوخواوو توافق اواخلاص واضح نه سي، دسولي هڅې بې پایلوپاته کيږي، یوازي به سوله یوه غولونکي تجارتي پروژه وي او بس، لکه داڅوکاله چې همداسي بې پایلواو بې ګټې پروسه روانه ده. اماددطالبانود دفتر په اړه کیدای سي ډیرهیوادونه دمنځګړي توب وړاندیزونه وکړي، کیدای سي ددوبۍ غوندي نورهیوادونه هم طالبانو ته د دفتر د خلاصیدو وړاندیز وکړي، ځکه دا د هر هیواد په منافعوپوري اړه لري، خود طالبانو سياسي بنیادبې دقطر له دفتره بل کوم دفتر زما له نظره نه سي کیدلای، ځکه چې دقطرهیواد د مشرانو ريښتنولي طالبانوته ثابته سوې ده، داچې بل هیواد دي طالبانوته دومره دقناعت اواطمنان عملي مرجع وګرځیږي دابه نور ډیروخت ونيسي، داهم ډیرامکان لري چې دطالبانواو قطر دبې اعتمادې له پاره داسي هڅې هم سوې وي اوهم وسي، خو زه ډاډه یم چې طالبان به دې ټکي ته ضرور متوجه وي، په هرصورت زه تردې وخته ډاډه نه یم چې دواړه اړخونه دي دحقيقي سولې راوستلو له پاره یو په بل باور  ولري، اونه هم تراوسه زماپه نظردسولې له پاره داسي مشروع شرایط چې دواړه اړخونه یې ومني برابردي.

په درناوي

ملا عبدالسلام ضعيف

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۵/۱۰/۱۳۹۳

5 thoughts on “دسولې تازه خبرې/ ملا عبدالسلام ضعیف”
  1. سلام ملا ضعیف صاحب تاسې د قطرکی د طالبانود دفتردفاع کړې ده نو ستاسې څخه به مو پوښتنه وې چې ډیرې طالبان ګله من دې چې د جلال الدین حقانی زوې سره د یوه بل ملګری قطرته د ګوانتانامومخکینی بندیانوسره د لیدو لپاره ورغلی وو چې اونیول شول. د اسې هم ویلې کیږې چې قطر د امریکا یوه لوې پوځې مرکز دې او طالبان ډیرد محدودیتونولاندې دې. زما خپله تجربه هم دا ده چې قطر کی موجود طالبانو خو د ویرې خبرې هم نه کوې، دا څنګه ژوند دې دا خویوه بله غلامی ده

  2. زه د طا هر خان د نظر سره چی د طالبانو د قطر ددفتر په هکله یی څرګند کړی اختلاف لرم. اول زه نپوهیږم چی دا کوم طاهر خان دی ، د بی بی سی خبرنګار که کوم بل طاهر خان ؟ خو تبصره یی په واقعیتونو نه بلکی په غرضونو ولاړه ده. باید د بی بی سی خبرنګار طاهر خان یی سپینا وی وکړی . ماته خو دده تبصره د تبصری څخه زیات د طالبانو په خلاف منفی تبلیغات ښکاری. داچی د قطر ددفتر اعضا د خپلو سیاسی هڅو تفصیل له مطبوعاتو سره نه شریکوی، دا خو ددوی ځیرکتیا او سیاسی پخوالی ښیی . مثال یی د ګوانتانامو څخه د بندیانو تبادله ده. لاکن که د طاهر خان د خوښی مطابق دوی دا کار وکړی یعنی هرڅه مطبوعاتو ته ووایی نو د ګټی
    په ځای به تاوان ورسوی . البته پخپل وخت کی مطبوعاتو سره خبری کول ګټه لری خو پخپل وخت . .
    بل دهرهیواد ویندویان هرڅه مطبوعاتو ته نه وایی
    !یوازی مطبوعاتو ته خپل هرڅه نه ویل د غلامی نه بلکی د سنجیدګی معنی ورکو ی طاهر ګله .

  3. طالبانو خپل اصلیت په هر ځای کی څرګند کړی دی، دا د یونوکال پروژه نوره ختمیدونکی ده او هغه به که د الله جل مجده رضا وه د داعش الخراسان مجاهدینو په لاس د تاریخ کندی ته ورټیل وهل کیږي.
    په عامه ځایونو کې موټر بمی چاودنی، د بی ګناهو څخه سرونه غوسول، د ښوونځیو سوزول، د ښوونکو وژل دا هغه ټول څه دی چې د پاکستان ملیشه طالبانو د اسلام په نامه وکړه او لګیا دی ترسره کوی یې لا هم.

    نن دی که سبا دی
    دا هیواد د داعش پالو دی

  4. قدرمن ورور ضعیف صاحب ته اسلام و علیکم و رحمته الله و برکاته
    ما ستاسو دغه لیکنه ولوسته خو یو څه راته څرګند نشو هغه هم ستاسو اوسنی رول ؟؟؟ که مهربانی وکړی او پدی هکله مو هم یو څه لییکلی وای شه به وای ځکه تاسو په خپله لیکنه کی داسی ویلی دی چه ګواکی نه دکابل حکومت ، نه هم طالبانو سره او نه هم د سولی پروسه کی کوم رول لری ، سوال خو بیا دلته دی چه تاسو دا دومره امکانات له کومه کړل ؟؟؟ خدای مکړه هغه د طالبانو اوازی رښتیا نه وی چه تاسو پخوا هم د امریکایانو سره اړیکی درلودی او اوس هم هغو ته د ګذارشاتو په اماده کولو مصروف یاست ؟؟؟ زما په هاند ستاسو رول د سولی په پروسه کی واقعا هم د صفر سره برابر دی ځکه اوسنی طالبان خو تاسو د خارجیانو د یوه ….. په صفت پیژنی نو هغوی اصلا ستاسو مشورو ته غوږ نه نیسی ، پاتی شو د کابل د حکومت خوا چه هغوی هم په خپل چوکات کی د سولی لپاره دومره فعالین لری چه اصلا به ستاسو رول ی

  5. زه نه پوهیږم چی دا د الداعشی په نوم کس ته څه ووایم چی وایی ((دا ټول به د مجاهیدینو په لاس د تاریخ کندی ته وروغورځول شی))
    خو که ته چی د داعش نوم د هم پر ځان ایښی دی کومه چی د یهودو د لاس پوروژه ده عواړی افغانستان ته رابولی او د دومره وینو تیونی پر سر چی په افغانستان کی تله شوه نوره هم تلول عواړی او هغه هم د یهود لپاره او د افغانستان بربادول عواړی. نو زما ښیری ښی په غور سره واوره او په خدای پاک قسم چی د زړه له تله می دا ښیری درته کړی وی. :
    خدای پاک د پر دواړو سترګو ړوند کړه، خدای پاک د پر ژبه ګونګ او پر دواړو غوږونو کوڼ شی، دواړه لاسونه د مات شه او پر دواړو پښو شل شی ، کورنۍ د تبا شه که اولادون لری په اور کی یی درته وسوځوی که مور او پلار لری د کور تیر د خدای پاک ورباندی رامات کړی. ته څنګه غواړی چی یهواد افغانستان ته راولی او بیا افغانان پر تبه کول عواړی؟ د داعش خو یو اسلامی کار موږ ته راوښیه چی ! ته موږ ته د داعش یو انسانی کار راوښیه! ته موږ ته د

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *