د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي د پرون دجنورۍ په نولسمه ،د سمنګان ولایت له قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل. د لېدنې په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس، مشرانو ته تر هرکلي وروسته وویل، چې د سمنګان ولایت وروستۍ پېښې مرکزي حکومت له نژدې څاري.
د نوموړي په خبره د سیمه ییزې ادارې د کړنو په اړه شکایت او لاریون د خلکو مدني حق دی، خو له دې حق د وضعې د ګډوډۍ لپاره ګټه اخېستنه د حکومت لپاره د زغم وړ نه ده. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس زیاته کړه، چې په سمنګان ولایت کې را پورته شوې ستونزې به د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي. فراهي د سمنګان ولایت پر مشرانو غږ وکړ، چې که په فساد او نورو ناوړو کړنو کې د ولایتي ادارې د مسوولینو د ښکېلتیا په اړه مستند شواهد لري، کولای شي چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره یې شریک کړي. نوموړي پلان شویو ګډوډیو ته لمن وهوونکي، د وجدان، دین او وطن پر وړاند ګرم وبلل.
وروسته د سمنګان د خلکو په استازیتوب حکمت الله توریالي سمنګاني خبرې وکړې او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مسوولینو یې مننه وکړه، چې د دې مهمې لېدنې لپاره یې زمینه ورته برابره کړې ده.
نوموړي وویل، چې د سمنګان خلکو د هېواد د خپلواکې په بېرته ګټنه او نورو ملي مسلو کې فعاله برخه اخېستې او تل یې د مرکزي حکومت ملاتړ کړی دی. ښاغلي سمنګاني د قومي مشرانو په استازیتوب خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه سره شریکې کړې او په خپل ولایت کې یې د وروستیو پېښو او ستونزو د ژر حل غوښتنه وکړه. نوموړي له ولایتي ادارې ملاتړ اعلان کړ او د سمنګان والي یې پر کار پوه، وړ او پاک نفسه شخص وباله. د نوموړي په وینا د سمنګان ولسونه له ولایتي ادارې سره ملګري دي او له مرکزي ادارې یې غوښتنه وکړه، چې تر ټاکنو وړاندې په یاد ولایت کې پر لویو بدلونو لاس پورې نه کړي.
د لېدنې په پای کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه د سمنګان ولایت مشرانو ته په هغه ولایت کې د راپورته شویو ستونزو د ژر هواري ژمنه ورکړه.