له (( کور، کالي ، ډوډۍ)) رانيولې بيا تر ننه پورې زموږ په هېواد کې ګڼو او پرېمانه شعارونو خپلې لوبې کړې او پايلې يې راتلونکي نسل ته په ميراث پرېښې دي . شعارونه دبېلابېلو ډلو ټپلو او سياسي ګوندونو له خوا دخپلو موخو د پلي کولو له پاره ډېر زر پرته له فکر او سوچ جوړ شوي او يا ورته جوړ شوي او پرته له دې چې خپل مرام په کې وګوري دا هم دنورو بدبختيو او نا خوالو په څېر په ځورېدلي ولس د جال په څېر ورغوړل شوي او هغوى په کې را ايل شوي دي .

   دې په بهير زموږ په ټولنيز ژوند هم پوره اغېز درلودلى دى ، نه يوازې زموږ بلکې زموږ له نورو نوو نسلونو يې هم په ژوند کې احساساتي خلک جوړ کړي دي ، دژوند ډېرې پرکړې مو دعقل او تفکر پر ځاى پر احساساتو او بېړه ولاړې دي ، دمنطقي استدلال ، افهام او تفهيم ، جوړښت او له حالاتو سره د توافق ځواک يې راڅخه اخيستى ، دفولاد غوندې يې کلک او سخت کړي يو، خو وضعيتونو او حالاتو په بدلون سره هغومره زر ماتېږو او بيا نو دجوړېدو نه يو .

زموږ دې تشې نه يواځې، چې خپله دلسيزو او حتى پېړيو له پاره وژلي يو ، بلکې دخاورې او هېواد دښمنانو مو هم ډېره ښه استفاده راڅخه کړې، په خپل وجود کې يې راته يو مخالف ځواک روزلى ، ددښمنۍ احساس يې راکړى ، دهر چا او هر څه پر وړاندې ددښمنۍ احساس لرو او خپل هر مخالف لوري ته ددښمن په سترګه ګورو .

د تېرو څو لسيزو بېلابېلو شعارونو له موږ نه احساساتي او شعاري خلک جوړ کړي ، قضاوت مو بېړنۍ او پرېکړې مو پراحساساتو ولاړې دي، ځان راته په ډېر پرځېدلي حالت کې هم اوچت ښکاري ، دنورو په خوله مو منلې چې اتلان يو ، ډېر په ځوړ حالت کې هم ځان راته لوړ ښکاري او فکر کوو، چې خپلې موخې ته رسېدلي او تر بل هر چا زيات هوښياران او پوهان يو .

په ټولنه کې مو ډېر خوځښتونه په شعوري نه دي، ځينې وخت ورسره په غيرشعوري ډول ملګري کېږو ، زموږ هر ډول شعوري حرکت که په سرکې خورا ښه او منظم هم وي، خو وروسته داختلافونو او شعارونو ښکار شي ،په شعاري ډول ورسره مخکې روان و، دې ته نه ګورو چې څو قدمه وړاندې راغلي يو او څه ډول راغلي يو؟ دنظر مخالف راته دښمن او ديوې مبارزې سر ته رسول راته هدف نه وي او لومړۍ حساب په دې کوو، چې که وم وم که نه يم نه يم .

دپرمختګ او وړاندې تلو راز په دې کې دى، چې که دوه قدم وړاندې اخلو، نو درېيم قدم بايد شاته وګورو او دخپل کړي مزل جاج واخلو، خو موږ چې په روان شو او يا په چا پسې ځو، نو بيا نه يوازې چې شاته نه ګورو، بلکې د راتلونکې منزل پوښتنه او په اړه يې سوچ هم نه کوو ، دا هم راته مهم نه وي، چې رهبر مو څوک دى ، په کومه ځي او څنګه ځي؟ تر دې چې دمنزل پر ځاى يوې کندې ته ولوېږو ، راويښ شو او بيا نو هغه وخت لاسونه مروړو نه چې نه مو ديون ملګري وي او نه هم د لارښود څه پته راته پاتې وي .

دا سمه ده ، چې غورځېدل او پرځېدل دژوند يو نوم دى ، بريا او ماته دغاښو او وريو په څېر سره تړلي وي، خو دماتو او پرځېدو يو پيغام او ګټه هم داده ،چې راتلونکي پړاوو ته مو قدمونه پاخه کړي ، دبريا په لار کې يوه بله دپرمختګ لاره هم راته وښايو او له تېرو تېروتنو پوره عبرت واخلو او دکاميابۍ نوي چلونه زده کړو .

زموږ په اعتراضونو او لاريونونو کې تراوسه پورې ، احساساتي او له منطق تشې نارې وهل کېږي، بېلابېل شعارونه مې مخکې وړي، موږ يې تر شا په شعوري ډول نه په شعاري ډول روان وو ، ځان راته د لاريونيانو په چېغو کې ډېر ځواکمن او برحقه ښکاري ، خو وروسته مو چې دغه جذبه کښېني نو خپل ځان بيا ښه ارزولى شو ، ملامتوو يې خو چاته نه وايو ، عبرت ورڅخه نه اخلو او وروسته بيا په هغه لاره روان وو .

زموږ حکومت او هرې مخالفې ډلې ، ولس په شعارونو تېر ايستلى، ارام کړى او د اړتيا پرمهال يې پارولى دى او دا کار په بيا بيا شوى ، تر ننه کېږي ، خو له بده مرغه، چې دنن تېروتنه او خوش باوري مو دسبا دپرمختګ له پاره هېڅ په درد نه خوري او هېڅ کار ورڅخه نه اخلو بيا هم له همغې سوړي چيچل کېږي ، په داسې حال چې په ديني رواياتو کې مو هم بشپړموءمن هغه څوک نه دى، چې له يوې سوړې دوه ځله وچيچل شي . په دې هيله چې په خوځښتونو او هر ډول مدني هڅو کې په شعاري ډول نه، بلکې په شعوري او فکري ډول ملګري شو او له خپلې هر وړې تېروتنې او ماتې هم د راتلونکې بريا لاره برابره کړو، ناهيلې او منفي احساسات زموږ دکاميابۍ لاره نه ده، ځکه چې دکاميابۍ زينه د ناکاميو له تختو جوړېږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *