د هغې ټولنې خلک د اخلاقو او انسانپالنې لوړو پوړیو ته رسېږي چې په خپل هیواد کې عمومي ښوونه اوروزنه ولري او د دې هر څه د منځ راتګ لپاره پوه، علم دوسته او ريښتنيو مبارزو اشخاصو ته زښته زیاته اړتیا حس کېږي دا زموږ ګران ټاټوبی له همدې کمبودۍ څخه کړېږي او نړېږي ولس مو وژل کېږي بې کومې جفا او خطا څخه ځورېږي له حقه حقوقو څخه بې برخي کېږي د دې هرڅه تر شا د ناپوهۍ توره او بدرنګه څېره لاس لري ناپوهي ډېره لویه بلا ده خو دومره مایوسي هم نه ده په کار ځکه چې لا اوس هم مبارز او مدبر اشخاص لرو چې له ګڼو مبارزو زلمو له جملې څخه یو هم ښاغلی محمد شریف عظیمي دی. عظیمي په کال ۱۳۶۳ هـ ش کې د محمدعظم خوشال په کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانیستي دي ښاغلی عظمي د کابل ولایت د باکرام ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی خو فعلاً د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ژوند شپې او ورځې سبا او بېګا کوي ښاغلی عظمي ددولسم ټولګۍ څخه په ښه درجه فارغ سوی دی او اوس د وادی هلمند پوهنتون د حقوقو دپوهنځۍ د څلورم سمیسټر محصل دی عظمي صاحب د پښتو او دري تر څنګ په انګلېسي ژبه هم روانې خبرې کولای سي او هېره دي نه وي چې د ژورنالیزم ښپږ میاشتنی کورس یې هم لوستی دی دندې یې په لاندي ډول ترسره کړي دي پنځه کاله کابل په سپېشل فوړس کې د لومړي بریدمن په توګه دنده ترسره کړې ده او همدارنګه دوه کاله دکندهار ولایت د ملاعمر په سرای کې د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې ده خو فعلاً په هلمند کې آزاده کاروبار کوي د دې ترڅنګ دمختلفو قومونو دیووالي داتحادیې مسؤل او د اصلاح غوښتونکو د ټولنې مرستیال دی د دې دومره بوختیاو سره ، سره ښاغلی عظمي دهلمند په ولایت کې د کانپوتوا د ورزش له بنسټ ایښودونکو څخه شمېرل کېږي چې اوس يې ډېری زده کوونکي ځان ته خپل ورزشي کلبونه لري ښاغلی عظمي د ډېرې پراخې حوصلې او ژور فکر څښتن دی بحث په ډېري ځیرکتیا سره پرمخ وړي په خبرو کې له ډېرو قوي منطقو څخه کار اخلي زه د عظمي صاحب راتلونکی ډېر روښانته وینم پر جدجهد يې برکت او بریمند ژوند په هیله یې یم.

One thought on “دعظیمي ژوند لیک\محمد ګلاب ګرداب”
  1. دې ورځو کې تا ند کې د شخصي ستا ینو څرک وینم. درې مقالېې مې ولو ستې: یو ه د خوشال روهي په صقت کې، دویمه همدا د عظیمی صفت او بل د وزیر جها ني د کتا بو نو خبر تیا، لطفا مه پرېږدئ چې له تا ند نه د اشخا صو په ګټه د ستاینې دریځ جوړ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *