دغاښ خرابېدل
Tooth decay
په طبي ژبه کې ورته (Fissure) هم وايي.
په انګرېزۍ کې ورته (dental caries or cavities) نومونه هم اخلي. د غاښ ماتېدنه یا له کاره لوېدنه ده، د ماتېدو لامل یې د باکتریا لخوا تولید شوي اسید دي. مات شوی ځای له تور تر زېړه پورې مختلف رنګونه لري. نښې یا علایم یې درد وي او عوارض د غاښ چار چاپېره په نسجونو کې پړسوب، د غاښ له لاسه ورکول وي.
 
د غاښ چونجي وهلو لامل د باکتریا د اسیدو د غاښ له سخت نسج (enamel, dentin and cementum) سره ګډېدل یا حل کېدل دي. کله چې باکتریا خوسا شوي خواړه یا بوره د غاښ د سطحې له پاسه تجزیه کړي دا اسید تولیدیږي. ساده بوره یا قند د باکتریا د انرژۍ بنسټیزه سرچینه ګڼل کیږي او کوم خواړه چې زیات خواږه لري د غاښ د چونجي وهلو لامل ګرځي. بل لامل یې د خولې پاک نه ساتل دي.
 
د غاښ د چونجي مخنیوی د خولې پاکې ساتنې ته، د خوږو خوړو کمونې ته اړتیا لري. کمه اندازه د فلورایډ کارونې اړینه ده. په ورځ کې دوه ځلې غاښونه بورس کول، د غاښونو منځ په ورځ کې یو ځل پاکول اړین دي. که چېرې د مور غاښونه له چونجي وهلو وساتل شي نو د بچیانو د غاښونو په ساتنه کې مرسته کوي ځکه چې د مور په خوله کې باکتریا له منځه ځي.
 
د چونجي وهلي غاښ رغونه د چونجي وهلي ځای له کچې سره تړاو لري ممکن غاښ بېرته ورغول شي او یا هم ووېستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *