په مقر ولسوالي کې د غازي امان الله خان له قصره اشپز خانه جوړه شوې ده.

مقر دغزني ولایت له لومړۍ درجو ولسوالیو څخه ده چې د ولایت له مرکز غزني ښاره 140کیلومتره د لویدیځ خواته پرعمومي لویه لار او د کابل کندهار په منځ کي پرته ده . تیرمهال چي به له کابله قافله روانه شوه پر رباطونوبه یې شپې کولي یوه شپه به یې پرمقر باندي وه ، کله چي غازی امان الله خان واک ته ورسید له انګریزانو یې خپلواکي واخیستله د کابل، کندهار پرلار به په مقر کې د تم کیدولپاره مناسب ځای نه درلود نو یې د غزني ولایت په مقر ولسوالي کي یو ښکلي قصر جوړکړ شاوخوا یې باغ کیناوه، وني غټي شوې، ښکلایې په زړه پوري شوه . غازی امان الله خان چي له کابل څخه کندهار یا بیرته راګرځيدو د مقر په قصر کي به څو ورځي تم کیدو او دمه به یې نیوله، دمقر دخلګوپه غوښتنه یې یو ښونځي هم جوړکړ . دخلګو ستونزي به یې اوریدلې اوله خلګوسره به یې په دې قصر کي لیدل .

وروسته داقصر دولتي هوټل شو چي لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکو میلمه پالنه په کي کیدله دهیواد دوښمنانو تل هڅه کړیده چي زموږ تاریخي ځایونه او یادګارونه له منځه یو سي ترڅو ددې ولس تاریخ محو ه او نابود کړی له بده مرغه دمجاهدینودواکمني پرمهال ترینه ساقي خانه او بانډارخانه شو . دطالبانو دواکمني پرمهال دطالبانو هستوګنځی جوړشو .  دجګړو خپل سریو او دیو ه منظم دولت او اداری دنه شتون له امله له پامه ورغورځيد . دنوي نظام له راتلو سره هم کومه پاملرنه ورته ونه شوه له څوکلونو راپه دې خوا چي دمقرپه ولسوالي کي ملي اردو میشته شو قصر ته بیاهم نداچي پاملرنه ونه شوه بلکي اشپزخانه یې ورڅخه جوړه کړه چي اوس هم داشپزخانې کار ترینه اخستل کیږي ،داسي یوبا احساسه پیدانه شو چي ورته پاملرنه وکړي او درناوي یې وکړي . دقصر ډيرځایونه نړیدلي او په منځ کي ځیني له لرګیو جوړي شویدي ماتي او حتي سوځيدلي دي .چت يې له منڅه تللی بیخونه یې وران شویدي . که زرترزره پاملرنه ورته ونه شي دوردانید وامکان یې ډير دی .

دا قصر چي خلګ په عامیانه ژبه ورته دغازی امان الله خان کوټۍ وایې دمقر دولسوالي یو تاریخي او له ویاړه ډک ځای دی .دغازی امان الله خان یاد ګاردی . په ټولو اصولو او قوانینو په تاریخي ځایونوکي راځي ، ملي ارزښتونه ملي تاریخي اثار دیوې ټولني دکلتور ،هنر ، علم تمدون څرګندویه کوي . داچي غزني داسلامي تمدون د پلازمیني په توګه اعلان شوی دی له دولت او اطلاعاتو اوفرهنګ له ښاغلي وزیرصاحب څخه په ټوله مینه او درناوي هیله کیږي چي دغزني ولایت دمقر ولسوالي کي دغازي امان الله خان یادګار او تاریخي قصر ترمیمولو او جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو له ورانیدو وژغورل شي او داتاریخي ویاړ دزماني له بدنیتونو ځخه وساتل شي .

په درناوي

رحمتي ګیلانوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *