د بدلون اوونیزې لیډ ستوري –

تېره شنبه د هلمند ولایت په مرکز لښګرګاه او څو ولسوالیو کې د ملي امنیت د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې د کوشني تښتوونکو یوه ۹- کسیزه ډله

ونیول شوه؛ دغې خطرناکې ډلې له لښکرګاه څخه دوې میاشتې مخکې دوه کوشنیان تښتولي ول چې

د یادو عملیاتو په ترڅ کې دوی هم را خوشي کړل شول.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار ویلي چې دغو تښتوونکو به د سوداګرو او شتمنو اولادونه تښتول او بیا به یې د پیسو په مقابل کې ور ایله کول، ده زیاته کړې چې دغه تښتوونکې ډله د بېدارو او ماهرو امنیتي ځواکو د خاصو عملیاتي تکتیکو او مهارت په نتیجه کې نیول شوې، دوی پر خپل جرم اعتراف هم کړی او ویلي یې دي چې د بېکارۍ له امله او پیسو تر لاسه کولو لپاره یې دغه ناوړه کار کاوه. رسولیار ویلي چې دوی به قضایي ارګان ته وسپارل شي.

زموږ وطنوال په خپلو امنیتي ځواکو ویاړي، د دوی د دغو بریالیو عملیاتو ستاینه کوي د ورته نورو بریو له پاره یې د زړه له اخلاصه ملاتړ او دعاوې کوي خو د دې تر څنګ پر عدلې و قضایي ارګانو بې باوري ښيي ځکه پر دغو ادارو د حامد کرزي د حکومت له وخته د پراخ فساد تورونه شته او دغه یادونه ولسمشر اشرف غني هم خپل د تحلیف په مراسمو کې په جدیت سره وکړه او د حتمي اصلاح ژمنه یې وکړه خو له بده مرغه تر اوسه لا د افغانستان په عدلي و قضایي ادارو کې د محسوسو اصلاحاتو څرک نه لیدل کېږي او د وسیع فساد شکایتونه یې په سراسر افغانستان کې خپاره دي.

څېړونکي څرګندوي چې د حامد کرزي د حکومت کمزورو او په ډېرو مواردو کې غلطو پالیسیو په ټول افغانستان کې ترهګر، مفسدین، رشوت خوړونکي، غاصبان او زور واکان، زړور کړي ول؛ امنیتي ځواکو به د خپل خواږه ژوند په قیمت دغسې مضر کسان نیول او په نښه کول خو په عدلي و قضایي ارګانو کې به د بې مهاره فساد له امله بېرته ایله کېدل مګر له ملي وحدت حکومت څخه د افغانانو هیلې زیاتې او جدي دي؛ نور باید له تورنو کسانو سره سم قانوني او عادلانه چلن وشي او ثابتو مجرمینو ته قانوني سزا ورکول شي چې بیا څوک دا ډول ناوړو کړنو ته زړه ښه نه کړي.

شک نشته چې د بېکارۍ، بې علمۍ او جرمو تر منځ مستقیمه رابطه شته او موجود حکومت باید د خپلو کمپاین مهال ژمنو پر اساس د بېکارۍ ستونزې ته د تل له پاره خاتمه ور کړي خو یو مجرم خپل جرم د وزګارۍ له امله نه شي توجیه کولای.

دغه ډله چې په هلمند او ګاونډیو ولایتو کې فعاله وه، نوره نیول شوې او ولس ورسره د ښه قانوني کښېکښلو په تمه دی.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۴) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۷\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *