شهرت ننګيال

تر کومه به یو پښتون د پښتانه پر ملاتړ له وړتیا پرته ځان اړ ګڼي؟!

تر کله به یو هزاره له استحقاق پرته د هزاره ننګه پر ځان فرض ګڼي؟!

تر کله به یو پښتون د مستحق تاجک او هزاره پر ملاتړ ملامت ګڼل کېږي؟!

تر کله به یو هزاره د وړ تاجک، پښتون پر ملاتړ پړ اوسي، د جرم، ګناه او خجالت له احساس به غاړې نشي خلاصولی؟!

دغه پدل باید نور مات شي، هر څوک باید خپل خدای ورکړی حق او واک د خپل ملي شعور او سالم قضاوت پر تله او کاڼي له تول وروسته وکاروي او له دغسې اسارتونو خپلې اوږې او ضمیر ازاد کړي.

د اشرف غني ملاتړ د هر چا حق دی، خو د اختلاف حق هم باید نورو ته خوندي وګڼو!

د ډاکتر عبدالله، چا او چا ننګه او اختلاف باید د چا د خیانت او صداقت معیار ونه ګرځوو.

یو ملګري -چې تاسې يې پېژنئ- راته کړه: د محشر پر ورځ به زما لاس وي او د اشرف غني ګرېوان چی دده له لاسه د ډاکتر عبدالله پر ملاتړ اړ شوی یم!!

ما ورته کړه: دا خو د حُبِ علي، بُغضِ معاویه هغه ته ورته شوه… چې تر منځ يې د حقیقت موندنې لوری ورک دی!

د ضد، ځېل او تربګنۍ پر ځای ښايي په سړه سینه او ازاد قضاوت ملي پرېکړې او تصمیمونه نیول کېدلی.

د مولانا ابوالکلام ازاد خبره رښتیا ده چې د سیاست په سینه کې زړه نه وي، خو دا د سیاست د بېرحمیو جواز نشي کېدلی.

دا ریسرچ او اجتهاد اړین دی چې بُت‌پرستي لویه ګنا ده، که شخصیت پرستي؟!

ځینې د لوی رب حضور ته د سجدې په پرتله د شخصیت عبادت په زیات انهماک، خضوع او خشوع تر سره کوي!!

FB: DanishBookStore

One thought on “دغه هيله به ورژیږي/ شهرت ننګيال”
  1. ننګیال صیب! سلام
    خبرې دې پر تول پوره دي۔خو ملګري (قانع) ته دې نصیحت وکړه چې له ضد تیر شي۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *