۱- له ګلونو او شنو بوټو په ډګ چاپېریال کې قدم ووهه.

۲- د وېرو په پروړاندې قوي او پیاوړی اوسه.

۳- په یوه نه یوه بهانه دې کورنۍ خوشاله کړه.

۴- زړه دې له نفرت څخه پاک کړه.

۵- نننۍ ورځې له خاطرو څخه په یوه ډګه ورځ بدله کړه.

۶- ګذشت وکړه، خیر دی که هر څمره سخت وي.

۷- د زړه له تله دې د شا او خوا خلکو په شونډو مسکا خوره کړه.

۸- هره دعا، چې کوې د شکر کولو په څېر یې مطرح کړه.

۹- هره شپه په پاک زړه ویده شه.

۱۰- د نورو د خوښۍ لپاره هم یوه کار وکړه.

۱۱- د نورو د عیبونو د پلټلو پر ځای له هغوی سره مینه وکړه.

۱۲- د خلکو پر وړاندې له مینې څخه ډک رفتار وکړه.

۱۳- په ذهن کې دې لویو هیلو ته ځای ورکړه.

۱۴- کله، چې تېر وتنه کوې، هڅه وکړه ځان وبښې.

۱۵- د ښه مدیریت او ښه کار په تر سره کولو کې پوره هڅه وکړه.

۱۶- له پخوانیو ملګرو سره ملګرتیاته دوام ورکړه.

۱۷- هڅه وکړه، چې هره میاشت خپل یو بد عادت ترک کړې.

۱۸- له مینې او محبت څخه په ډک انداز پر نور سلام اچوه.

۱۹- د نورو خلکو د ښېګڼې لپاره هم دعا وکړه.

۲۰-  هڅه وکړه د ځان لپاره نوي دوستان پیدا کړې.

۲۱- د ښه او بلې پر ځای له «په سترګو» جملې څخه ګټه اخله.

۲۲- هڅه وکړه تل ښه کارونه تر سره کړې او دې لړۍ ته دوام ورکړه.

۲۳- د مننې کلمه ډېره کاروه.

۲۴- د زړه کړکۍ دې د ښېګڼو پر لور خلاصه کړه.

۲۵- له ډوډۍ خوړلو مخکې په دعا سره له خپل خدای پاک سره خپله مینه ښکاره کړه.

۲۶- له خپلو کارکوونکو او همکارانو سره صمیمي اوسه.

۲۶- له خپل ځان سره مینه وکړه.

۲۷- سهار دې په ښو او نیکو کارونو پیل کړه.

۲۸- په سترګو کې نورو ته مینه ورکړه.

۲۹- هیله او امید در سره مله کړه.

۳۰- هغه څخه، چې په ژوند کې نه لرې، اهمیت مه ورکوه.

۳۱- نړۍ په مینه سره لمس کړه.

۳۲- د خدای پاک له ټولو بندګانو سره مینه وکړه.

۳۳- داسې څه تر سره کړه، چې ان سپوږمۍ درته وخاندي.

۳۴- تر وسې پورې نورو ته خیر ورسوه.

۳۵- د خدای پاک په درکړو نعمتونو شکر وباسه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *