لېډينګ سټوري – اداره
افغان امنیتي چارواکو په ډاډ سره خبر ور کړی چې افغان ملي پوځ له دفاعي حالته را وتلی او خپل یرغلیز توان نندارې ته وړاندې کوي.
دا خبر په داسي حال کې د افغان ولس غوږو ته
رسیږي چې افغان امنیتي ځواکو له بهرنیو څخه د افغان امنیت ساتنې مدیریت و رهبرې اخیستې او په خپلواکه توګه یې د افغانستان د ملي حریم او ملي نوامیسو ساتنې ته ملا تړلې ده.
که څه هم د افغانستان د ملي وحدت حکومت د خپلې واکمنۍ په دا پیل– پیل کې د خپلې توجه زیاته برخه له پاکستان سره د روابطو پر جوړښت او سولې راوستو را ټوله کړه مګر هماغسې چې ډیری څېړونکو تبصره کوله چې پاکستان له افغانستان سره په دوستانه اړیکو جوړولو کې هیڅکله صادق نه وو او نه به تر دې وروسته رښتینی و اوسي؛ رشتیا هم پاکستان خپله دوه مخې له نوي افغان حکومت سره هم ثابته کړه، نه یوازې د سولې په لار کې یې ګام وانخیست بلکې له افغانستانه د خارجي قواوو تر وتلو وروسته یې د افغان ملي اردو ټیسټ هم واخیست چې وګوري د افغانستان د مور بچیان د دوی په مخکې د درېدو توان لري که نه؟ نو د افغانستان پر مختلفو نقطو یې بې رحمانه یرغلونه پیل کړل ان زموږ د ګران هیواد نسبتاُ باثباته شمالي سیمې یې سختې ناامنه کړې خو افغان سرباز داسې ګوزار ور کړ او یو وار بیا یې ورته ثابته کړه چې د افغان عسکر سر به پرې شي خو د سنګر ستنو ته به یې پاکستانی، ازبکستانی، عربی، چیچنیایی او بل پردی ترهګر تکیه ونشي وهلای.
دا په داسي حال کې ده چې لاهم افغانستان د ډېرو کورنیو او بهرنیو توطیو ښکار دی، د افغانستان د ملي وحدت حکومت نارمل حالت ته نه دی را ګرځېدلی او افغان ملي پوخ لا ډېرې پوځي، روزنیزې، لوژیستکې او مدیریتي اړتیاوې لري خو له دې ټولو ستونزو سره– سره د افغانانو ایمان پر خپل ملي پوخ پیاوړی شوی او په هر کور، هره کوټه او هره پوله و کوڅه کې یې د ملاتړ روحیه ژوندۍ شوې ده.
شنونکي باور لري چې که د ملي وحدت حکومت خپلمنځي اختلافات هر څومره ژر له منځه یوسي نو هم به د دوی او هم افغانستان په ګټه وي.
له بلې خوا دغه وضعیت هغو افغان مخالفینو ته هم دا پیام رسوي چې نور د سولې پر لار ګامونه واخلي، د پردیو خاصتاُ ایران و پاکستان د افغان ضد ستراتیژیو د تطبیق او ګټو ساتنې لپاره د خپل وطن د مور زوی و نه وژني، د خپل وطن مور و خور، بوره و وراره نه کړي.
نور دا ټولو ته څرګنده شوې چې زموږ جنګ د پردیو په ګټه او زموږ په تاوان دی او په سوله کې د ټولو اړخو، عامو افغانانو او ټول اسلام خیر دی.
لومړی کال\(۳۴) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۲۳\ ۱۳۹۴