تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰ مه: نن په کابل کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په یو ګډ خبري کنفرانس کې د کندوز د وروستي وضعیت او هلته د مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، په دغه جګړه کې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلی رحیمي وایي، د ۶۵ طالبانو جسدونه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او پاتې نور د جګړې له سیمي طالبانو انتقال کړي خو په وینا یې چې په دغه جګړه کې ۲۰ امنیتي سرتیري هم وژل شوي.

نصرت رحیمي وایي، د کندوز د امنیه قومندان په ګډون ۱۵ تنه ټپیان دي چې د ډیرو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د رحیمي په وینا طالبان د افغان ولس سر سخت دښمنان دي چې هر وخت ملکي وګړي د سپر په توګه استعمالوي.

دی وایي د تیرې ورځې په جګړه کې ۵ هغه ملکي وګړي د طالبانو له لوري وژل شوي چې نه یې غوښتل طالبانو ته په خپل کور کې ځای ورکړي: ((په دغه جګړه کې ۶۵ ملکي وګړي ټپیان شوي چې تر درملني لاندې دې))

د یادونې وړ ده چې د تیرې ورځې په جګړه کې د طالبانو د جګړې رهبري کوونکی ملا نسیم هم وژل شوی.

بل پلو د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي د کندوز جګړه کنټرول او د دوی عملیات په څو شمالي ولایتونو کې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *