تاند- د افغانستان هوايي ځواک په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سلو زیات هوايي عملیات کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وویل چې په دغو عملیاتو کې لوژیستیکي او ترانسپورتي الوتنې هم شاملې دي خو اکثره یې د دښمن پر ضد تروریستي ضد هوايي بریدونه ول.
د افغانستان د هوايي ځواک ظرفیتونه ورځ په ورځ ډېر شوي او تمه ده چې د امریکا له لوري په ۷ ملیارد ډالره مرسته نور هم پیاوړی شي.
د دفاع وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم، چې نن /سې شنبه/ یې خپره کړې، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تصفیوي او ۲۷ د خاصو ځواکونو عملیات شوي چې په لړ کې یې افغان هوايي ځواک کلیدي رول لوبولی دی.
دا وزارت وايي چې افغان هوايي ځواک په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۱۲ د دښمن سنګرونه بمباري کړي دي.
دا وزارت ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د دولت تر سلو زیات وسله وال مخالفان وژل شوي او نژدې ۴۰ نور ژوبل شوي دي.
دا وزارت وايي، دا عملیات په غزني، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، اروزګان، کندهار، زابل، غور، بادغیس، فاریاب، بغلان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې شوي دي.
طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه د دفاع وزارت د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.