تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: له پنټاګون وروسته، نن د افغانسان د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د سولې دمذاکراتو تر درېدو وروسته یې پر طالبانو هوايي بریدونه زیات کړي دي.

دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو مهمې مالي سرچینې، د تګ راتګ لارې، وسله تونونه، مهم قومندانان  او ګڼ وسله وال په هوايي بریدونو کې له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، تېره یوه میاشت کې له طالبانو څلور ولسوالۍ نیول شوي او هره ورځ له سلو څخه زیات طالب جنګیالي په هوايي بریدونو کې له منځه ځي چې له کبله یې د طالبانو د ملا ماته شوې ده.

 ښاغلی احمدزی وايي، په هوايي عملیاتو کې کله کله ورسره بهرني ځواکونه مرسته کوي، خو ځمکني عملیات د افغان ځواکونو لخوا ترسره کېږي: (( زموږ هوايي عملیات له ټاکنو وروسته نور هم چټک شوي دي،ځکه تر ټاکنو وړاندې موږ د رایو د مرکزونو د امنیت په خوندي کولو هم بوخت وو.))

  خو طالبان بیا د دوی پر ضد د امریکا او افغان حکومت تبلیغات کومه نتیجه نه ورکوي نه یې هم دوی ته کوم د پام وړ تلفات اړولي چې طالبان دې تر فشار لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا وايي، تېره سپټمبر میاشت کې یې ۹۴۷ بمونه پر افغانستان کارولي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې یې ساری نه لیدلی کېږي او طالبان یې پرې سخت ځپلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *