تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي، د افغانستان لومړنۍ جنراله او پوځي جراحه سهیلا صدیق نه ده وفات شوې، بلکې لا هم په سردار داوود خان روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تاند ته وویل، هغه اوازې چې د اغلې سهیلا صدیق په تړاو خپرې شوې دي درواغ دي: )) اغلې صدیق ژوندۍ ده او له کاملې روغتیا برخمنه ده، ډاکټران د هغې په درملنه بوخت دي، د هغې د خپلوانو تشویش پیدا شوی و چې ښايي د افغانستان لومړنۍ جنرالې ساه ورکړې وي))

بلخوا د سردار محمد داوود خان روغتون یو ډاکټر حسین جعفري تاند ته وايي، اغلې سهیلا صدیق نن سهار په لوړ دولتي پروټوکول د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له کبله له یو واټ څخه بل ته انتقال شوه چې ځینو ډاکټرانو فکر کړی و چې نوموړې مړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د سردار محمد داوود خان روغتون ځینو مسوولو کسانو خبر ورکړی و چې اغلې سهیلا صدیق د ۷۱ کلنۍ په عمر د الزایمر د ناروغۍ له کبله وفات شوې ده.

اغلې صدیق ۳۶ کاله د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې د ډاکټرې، جراحې، د روغتون د مشرې او د هیواد د عامې روغتیا د وزیرې په توګه کار کړی دی.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د ۴ نیم ملیارده ډالرو په لګښت د ملي ځواکونو د کورنیو لپاره یو زېږنتون او روغتون هم د اغلې سهیلا صدیق په نوم پرانیست.

ډاکټره سهیلا د هېواد په روغتیایې سیستم کې په داسې حال کې چې لا هم د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی یو نوموتی نوم دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *