تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰مه: د افغانستان دفاع وزارت د ننګرهار په شېرزادو کې د افغان او امریکایي ځواکونو په نښته کې د یو افعان سرتېري وژل کېدل او د څلورو نورو د ژوبلیدو تر څنګ د ۲ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو او ۶ نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.

د ملي دفاع وزارت وایي، د پېښې په اړه یې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی ننګرهار ته استولی ترڅو د پیښې علت او انګیزه وڅیړي.

دفاع وزارت وایي، دغه افغان لوړ پوړی پلاوی به د متحده ایالاتو له چارواکو سره په ګډه د پیښې تحقیقات کوي، خو په وینا یې چې دا ډول پیښې به د افغانستان د ملي امنیت او دفاعي ځواکونو او د متحده آیالاتو د ځواکونو ترمنځ د نږدې همکارۍ په روحیه کوم منفي اغیزه ونلري.

بلخوا د امریکا پوځ هم وايي، لومړني راپورونه یې ښيي چې پر امریکايي پوځیانو یوه سړي، چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، ډزې کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویندوی ډګروال ساني لیګیټ نن سهار وختي په یوه بیان کې وویل، دا پېښه هغه مهال وشوه چې افغان او امریکايي ځواکونه له یوې سیمې څخه راستنېدل.

د لیګیټ په وینا افغان او امریکايي ځواکونو د ننګرهار په یوه سیمه کې د یوه مهم مشر لیدو ته تللي وو.

ده همداراز وویل، له تازه راپورونو سره سم، یوه تن چې د افغان ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، پر امریکايي او افغان ځواکونو د ماشینګڼ ضربه وکړه.

ده په عین حال کې وویل چې لا هم د پېښې په اړه نور معلومات ټولوي او تر دې دمه د حملې د علت او انګېزې په اړه څه نه شي ویلی.

په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي، په دې پېښه کې چې ظاهراً د افغان ملي اردو یوه سرتېري کړې، لږترلږه ۳ افغان سرتېري ژوبل شوي دي.

د میاخېل په وینا حمله کوونکی هم وژل شوی او تراوسه نه شي ویلی چې هغه ولې دا برید وکړ.

تر دې پخوا د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د طالبانو نفوذي عناصرو په ځلونو په افغان او بهرنیو پوځیانو خونړۍ حملې کړي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر هم د ننګرهار د تازه پېښې په اړه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې حمله کوونکی وژل شوی او حمله د ننګرهار په شېرزاد ولسوالي کې شوې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي قادري ویلي چې د افغان ملي اردو د ځواکونو او بهرنیو پوځیانو ترمنځ د ننګرهار په شېرزاد ولسوالي کې پرون (شنبه) ماسپښین نښته شوې ده.
قادري وویل چې د نښتې په دلیل نه پوهېږي.

په پیل کې د ځینو افغان او امریکايي سرچینو په قول نیویارک ټایمز ویلي و چې د افغان او امریکايي پوځیانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې او په لړ کې یې ۵ یا ۶ امریکايي او ۶ افغان پوځیان وژل شوي دي.

امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره پوځیان لري چې اکثره افغان امنیتي ځواکونه روزي او محدود شمېر یې په تروریستي ضد عملیاتو په تېره بیا د داعش پر ضد په عملیاتو کې ګډون کوي.

One thought on “دفاع وزارت: د افغان او امریکایي ځواکونو نښته کې د ۵ افغان او ۸ امریکایي سرتېرو مرګ ژوبله تایید کړه”
  1. د افغان په وینه کی د وطن او خلکو مینه موجود ده۰
    که په کوم خالت کی پر ملکی وګړو ظلم وی یا بی ګناه خلکو باندی ظلم کیږی
    په هغه وخت کی افغان عسکر قربانی ته حاضریږی۰
    ژوندی دی وی افغان ملی اردو او پولیس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *