تاند، شنبه، د میزان ۶مه: دفاع وزارت طالبانو ته ګواښ کړی چې په هیڅ شان به د ټاکنیزې ملي پروسې د امنیت ګډوډولو اجازه ورنکړي.
د ملي فاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه طالبانو ته په هیڅ ډول اجازه نه ورکوي چې د هیواد ملي پروسه ټاکنې له ستونزو سره مخ کړي.
نوموړی وايي: (( موږ په طالبانو غږ کوو چې سولې پروسي ته راتګ مو په سترګو خو اجازه نه درکوو چې ملي پروسي مو خرابې کړئ او افغان امنیتي ځواکونه به تاسې ته غاښ ماتوونکی ځواب درکړي.))
ښاغلي احمدزي، ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي او افغان امنیتي ځواکونه به یې امنیت خوندي کړي.