تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د ملي اردو ۳۲ سرتېري له اسیرولو وروسته په ډله ییز ډول وژلي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، وسله والو طالبانو دا سرتېري دوه ورځې وړاندې په غورک ولسوالي کې ژوندي نیولي ول.
سیمه ییزې سرچینې هم تاییدوي چې دوې ورځې وړاندې د غورک ولسوالي په اخوندانو سیمه کې ۳۲ سرتېري د طالبانو له لوري له څو ساعته محاصرې وروسته تسلیم شول.
طالبانو بیا ویلي چې دوی د ملي اردو ۵۰ سرتېري وژلي او ډېره وسله یې ورڅخه ترلاسه کړې ده.
دې ډلې نه دي ویلي چې دا سرتېري یې په څه ډول وژلي دي.
خو جنرال دولت وزیري وايي، طالبانو د ملي اردو سرتېری له نیولو وروسته کتار درولي او په ګولیو یې ویشتی دي.
د طالبانو دا اقدام کېدای شي افغان امنیتي ځواکونه د دې ډلې له اسیرانو څخه انتقام اخیستلو ته وهڅوي.
که داسي وشي ښايي طالبان زیات زیان وکړي ځکه چې دولتي ځواکونه لا ډېر طالبان ژوندي نیسي. اوس هم د افغانستان محبسونه له زرګونو طالبانو ډک دي.
نو افغان خواكونه بى ولى بريزدي؟ سمدلاسي د بي مردار كري. دا د باكستان بى رحمه غلامان
د وحشیانو او په خاصه توګه د هغو ځناورو سره چې پاکستاني غلامان دي باید نه سوله وشي او نه پرې رحم وشي. اففان دولت باید خپله پالیسي بدله کړي ځکه د انسان او وحشي حیوان تر مینځ سوله نه کیږي، باید وطن پرسته ځواکونو ته دداسې وحشیانو د قتل عام حکم وکړي او هم پرې ځواکونو ته انعام وټاکل شي. که دا نشي کولې نو هسې دې خپل ځوانان نه تباه کوي.
که د دولت همدا نرم چلند وی نوطالبان نور هم زړه ور کیږی باید په همدی ډول اویا د دی نه په زیات ظلم یی او وژنی چه دابه د دوی لپاره عبرت وی.