تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې یې د هوايي برید په ترڅ کې د طالبانو مهم مشر مولوي عبدالحنان وژلی دی.
تاند ته له دفاع وزارت څخه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالحنان خطرناک او مشهور طالب قومندان او د غزني ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.
خبرپاڼه وايي، مولوي حنان د طالبانو د نظامي کمېسیون غړی هم و، خو طالبانو لا د هغه د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا نن په غزني ښار کې یو شمېر لاریونوالو ادعا کړې ده چې امریکايي ځواکونو یې په خواجه عمري کلي کې ۵ ملکي کلیوال وژلي دي.