تاند- د نورستان ولایت پر دوو ولسوالیو د حملې لپاره د سلګونو کورنیو او بهرنیو طالبانو د تیاري په اړه د نورستان د ولایتي چارواکو له څرګندونو وروسته د افغانستان دفاع وزارت نن وویل چې دوی له دې موضوع خبر دي.
د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهرعظیمي وویل:«افغان امنیتي ځواکونه د دښمن د هر راز بریدونو شنډولو ته تیار دي.»
دا په داسي حال کې ده چې د نورستان چارواکي وايي چې د بهرنیو او کورنیو طالبانو په وړاندې د افغان پولیسو شمېر لږ دی او دوی مرستې ته اړتیا لري.
رسنیو ویلي چې په سلګونو تازه دمه پاکستاني، ازبک او چیچنايي وسله وال سخت دریځي نورستان ولایت ته راغلي چې پر کامدېشن او برګمټال ولسوالیو برید وکړي.
د نورستان ولایتي چارواکو له مرکزي حکومته د اضافي ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کړې ده.
د دغه ولایت د والي ویندوی ازادي راډیو ته وویل چې څه باندې زر تنه وسله وال سخت دریځي پر برګمټال او کامدېشن حملې ته تیاري نیسي.
د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي په رسنیو کې د نورستان د ولایتي چارواکو د اندېښنې له خپرېدو وروسته باختر خبري اژانس ته وویل چې دفاع وزارت له دې راپورونو خبر دی خو«ملي اردو تیاري لري چې د دښمن هرراز ګواښ شنډ کړي او د سیمې د استخباراتو ګوډاګیانو او نورو ته عبرت ورکړي.»
د نورستان د امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال وايي چې بهرنیو سخت دریځو په سرحدي سیمو کې درنې وسلې ځای پرځای کړي دي.
له بلې خوا د نورستان والي تمیم نورستاني رسنیو ته وویل چې په کابل کې یې جګپوړي چارواکي له دغو تحرکاتو خبر کړي دي او د نورستان خلک دې اندېښنه نه کوي.

2 thoughts on “دفاع وزارت : نورستان ته د سلګونو بهرنیو سخت دریځو له راتګه خبر یو”
  1. د نورستان ختیځی ولسوالۍ (کامدیش او برګمټال) چی د څو لورو د ډیورنډ د فرعی کرښې په ذریعه محاط دي او د خلکو علمي کچه یی یو څه ټیټه ده، پاکستان تل هڅه کوي چی د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په منظور ترینه ګټه واخلی. دلته د پاکستان د شونو اهدافو له جملی څخه دری ذکر کوم. ۱.پاکستان له دی لاری غواړي چی د هیواد ختیځه سیمه نا ارامه کړی اولدی ځای څخه د مخالفینو لپاره د پټنځای په توګه ګټه پورته کړی. ۲. په دی توګه هڅه کوی چی د کنړ پر سیند د بندونو د جوړولو مخه ونیسی او۳. پاکستان + غربیان د اغا خان په مرسته په هڅه کی دی تر څو دلته یو بل اسرایل ته ورته دولت تشکیل کړی. دوی غواړی پدی دولت کی د بدخشان اسماعیله میشتی ولسوالی، د تاجکستان ځینی برخی، د پاکستان یوه ډیره کمه ساحه او د چین ځینی برخی په شمول دکامدیش او برګمټال شاملی کړی. ددی شومی نظریی په تطبیق کی د نورستان یادی ولسوالۍ له ډیر اهمیت څخه برخمنی دی ځکه چی یوازی همدا دوه ولسوالۍ دی چی ټول اسماعیلیه میشتی سیمی سره وصولي. او بیا ددی په ذریعه سیمه په شمول د چین ، هند او روسیی نا ارامه کړی

  2. لكه څنګه چي خوشال ساپى ورور وايي چي دغه سيمه له زياته اهميته برخمنه ده، نو افغان دولت بايد دې سيمي ته زياته توجه وکړي او پرمختګونه پکښي رامنځ ته کړي، ترڅو هغه نوري سيمي چي په اسماعيليه پوري اړوند دي او په نورو دولتونو کي شاملي دي هغوى هم د لوى افغان يوه برخه وګرځي، او په افغان اسماعيليه وو پوري الحاق سي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *