تاند، چهار شنبه د چنګاښ ۲۶مه: په داسې حال کې چې له یوې خوا پنټاګون د امریکا کانګرس ته له سولې وروسته هم افغانستان کې د داعش د ګواښونو خبرداری ورکړی، بلخوا د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، هیڅ ترهګرې ډلې ته به خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ور نه کړي.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن چهار شنبه یو خبري کنفرانس ته وویل، د داعش او طالبانو په شمول هره ترهګره ډله چې افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي، د افغانانو، حکومت او خاورې دښمنان دي چې افغان ځواکونه به یې سر پورته کولو ته پرېنږدي.
نووړي زیاته کړه، دغو ډلو ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو پر ضد وجنګېږي: (( افغان ځواکونو دفاعي عملیات په تهاجمي بدل کړي اوس نو ترهګرې ډلې وروستۍ سلګۍ وهي او ستونی یې خپ شوی دی))
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته خپل راپور کې ویلي چې داعش ډلې افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او زیاتې سیمې یې ولکه کړې دي.
خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بیا ویلي، افغان ځواکونو د ترهګرو د فعالیت سیمې پر دوی تنګې کړې دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، افغان ځواکونو اوس د لویو لارو د امنیت په خوندیتوب کې هم بریا ترلاسه کړې او ګڼې لویې لارې یې پرانیستې دي.