تاند- د افغانستان دفاع وزارت نن /دوشنبه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو پر څو زندانونو په حملو کې تر ۲۰۰ زیات بندیان خوشي کړل.
د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري، د خوشي کړای شویو بندیانو شمېر ۱۰۱ تنه وباله، ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونو دا عملیات تېره شپه په مارجه، نهرسراج او نوزاد ولسوالیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې وکړل.
جنرال وزیري وايي چې په خوشي شویو بندیانو کې ملکیان او امنیتي ځواکونه شامل دي خو د هغوی دقیق هویت لا څرګند نه دی ځکه چې د خوشي کړای شویو بندیانو د هویت په تشخیصولو کار روان دی.
وزیري د عملیاتو په ترڅ کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلو په اړه توضیح نه ده ورکړې.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې هم افغان امنیتي ځواکونو د هلمند په نادغلي کې د طالبانو له بنده د یو شمېر بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی و.