تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هلمند د خانشین ولسوالي د بېرته نیولو په عملیاتو کې نژدې ۱۰۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونو خانشین ولسوالي پرون په کامل ډول له وسله والو طالبانو بېرته ونیوله.

د افغانستان دفاع وزارت نن /دوشنبه/ وویل، د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو په ګډو عملیاتو کې لږترلږه ۶۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳۰ نور ژوبل شول.

په وروستیو ورځو کې په هلمند کې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *