تاند- په امریکا کې د پناه غوښتلو پر سر پر نیلوفر رحماني د ګڼو افغانانو له انتقادونو وروسته د افغانستان دفاع وزارت نن وویل چې له ټولو امکاناتو به کار واخلي څو نوموړې بېرته هیواد ته راستنه کړي.
نیلوفر رحماني، چې له څو لسیرو وروسته د وزر لرونکو الوتکو لومړنۍ افغان پېلوټه ده، امریکا ته د پناه غوښتنلیک سپارلی او ویلي یې دي چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی.
خو ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو او ویبپاڼو کې د یو داسي چا له خوا چې هیواد ته یې د خدمت او وفادارۍ سوګند یاد کړی، د زده کړو په پای کې په بل هیواد کې پر پناه غوښتلو نیوکه کړې ده او له حکومته یې غوښتي امریکا ته ووايي چې نوموړې ته پناه ورنه کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري نن /دوشنبه/ په یوه مرکه کې وویل، نیلوفر رحماني د افغانستان د هوايی ځواک یوه پیاوړې پېلوټه ده او ملي اردو ورته ځانګړی درناوی لري.

ده زیاته کړه، د افغانستان دفاع وزارت د نیلوفر رحماني پر روزنې ډېر لګښت کړی او ځیني راپورونه د دې له لوري په امریکا کې د پناه غوښتنې خبره ردوي خو که بیا هم دا خبره رښتیا وي، اغلې رحماني باید خپله پرېکړه بېرته واخلي او خپل هیواد ته راشي.
دولت وزیري وویل، د پېلوټانو او نورو پوځي افسرانو پر روزنې ډېر لګښت کېږي، دفاع وزارت به اجازه ورنه کړي چې دا کسان د هیواد له امتیازاتو او اسانتیاوو څخه په استفادې د مهارتونو او زده کړو له ترلاسه کولو وروسته په نورو هیوادونو کې پناه واخلي.
جنرال وزیري دا هم وویل چې هیواد ته د نیلوفر رحماني د راګرځولو لپاره به د ضرورت په صورت کې له امریکا د مرستې غوښتنه وکړي.
ده زیاته کړه، کوم کسان چې د پوځي زده کړو لپاره بهر ته لېږل کېږي، د کورنۍ دوه غړي یې د بېرته راتګ ضمانت ورکوي.
د دفاع وزارت ویندوی دا هم ومنله چې په افغانستان کې ژوند سختۍ لري خو د دې معنا دا نه ده چې افغانان دې خپله خاوره پرېږدي او ټول دې مهاجر شي.
ده وویل، ځیني کسان د خپلو کورنیو یا دوستانو له لوري په بهرنیو هیوادونو کې پاتې کېدو ته هڅول کېږي او ځیني تېروځي.
دولت وزیري بلغاریا، ترکیې، جرمني او نورو هیوادونو ته د تللیو افغانانو یادونه وکړه، ویې ویل چې اوس اکثره په دې پښېمانه دي چې ولي دغو هیوادونو ته لاړل.
وزیري صاحب هیڅوک هم نه غواړي چې خپل هیواد پریږدي او مهاجر شي، د خپل هیواد یوه ورځ د خپلوانو او دوستانو سره د بهرنیو هیوادونو د ۱۰۰ کاله ښه ژوند نه بهتره ده، خو حالات تاسو او ستاسو پشان نورو چارواکو داسې خراب کړي چې خلک هیواد پریښودلو ته اړ کیږي. د هیواد په حالاتو خو نن سبا یو لیونی هم پوهیږي چې یوه لوبه ده او د ګوتو په شمار یو څو چارواکو، پردیپالو، قوم پرستو او مذهب پرستو د ځان د ګټې لپاره هر څه شروع کړي. کله چې تاسې ماړه شئ او په ریښتیا وغواړئ نه به جنګ وي، نه به بې کاري او نه مهاجرت، او که همدا حال وي دومره څوک به درته پاتې نه شي چې یا پرې تاسو امر وکړئ او یا پرې حکومت. نیم خلک به ستاسو د لوبو په اساس مړه او پاتې به مهاجر شي.
راځۍ دا کیسه له بلی زاویی وګورو! د پوځیانو دنده څه ده؟! که داسی وی نو دافغانستان دری سوه پنځوس زره کسیزه ځواکونه ټول له خطر سره مخ دی او باید ټول په بهرنیو هیوادونوکی پناه واخلی! دا آغلی د افغانستان له دولت او حکومت سره ځانګړی اوشخصی ستونځه نلری،همدا رازپه کور د ننه شخصی دوښمنی هم نلری چی د پناه غوښتلو بنسټ یی وګڼل شی. پاکستانی طالبانو تهدید کړیده! نو د یوی پوځي افسری په صفت ستا دنده څه شۍ ده؟د پاکستان له تهدیده تښتی! نه هر څوک پوهیږی چی غوا توره پۍ یي سپیني. ستا لپاره نظامی محکمه تر ټولوغوره ده چی بیا بل عسکری شخص د وطن سره داسی خیانت ونکړی اوته (نیلوفر رحمانی) به همدغلته په امریکا کی خلکوته په کومو سترګو ګوری؟او څه به ورته وایی !چی د یوی عسکری افسری په توګه دپاکستانی طالبانو له ویری د افغانستان پریښوود اوامریکا کی د پناه واخیسته. شرم د درباندی وی.