تاند- د افغانستان دفاع وزارت نن /شنبه/ اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو د بادغیس بالامرغاب ولسوالي له وسله والو طالبانو بشپړه پاکه کړې ده.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي «تېره شپه د طالب تروریستانو وروستۍ ډله په بالامرغاب ولسوالي کې محوه شوه او د دې ولسوالۍ ټولې برخې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.»
بالامرغاب د بادغیس ولایت یوه نارامه ولسوالي ده چې له کلونو راهیسې پکې جګړې کېږي خو که د دفاع وزارت ادعا ثابته شي، دا به له ډېر وخته وروسته لومړی ځل وي چې د هغې ټولې ساحې له طالبانو تصفیه کېږي.
دفاع وزارت همداراز ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو له لوري د خلکو په کورونو، جوماتونو، لارو او دوکانونو کې اېښودلي ماینونه شنډ کړي دي.
دفاع وزارت د مرغاب اوسېدونکي ته ویلي چې سر له نن ورځې خپل دوکانونه پرانیزي او عادي ژوند پیل کړي.
دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د بالامرغاب ولسوالي لپاره نوی ولسوال ټاکل شوی دی.
طالبانو تراوسه پورې د بالامرغاب په اړه د دفاع وزارت د چارواکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو سږ کال پر بالامرغاب ولسوالي څو ځلې حملې وکړې. وروستۍ پراخه حمله یې د اپریل په ۴ مه نېټه وکړه چې په لړ کې یې په لسګونه طالبان، امنیتي ځواکونه او عام خلک ووژل شول.
دا ولسوالي له ترکمنستان سره پوله لري.