تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴ مه: د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي حکومت ټاکنو ته بشپړه امادګي لري او طالبان دي په بریدونو هسې ځان نه ذلیل کوي.

ښاغلي احمدزي چې نن یې په کابل کې له کورنیو چارو وزارت ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د محلي ارګانونو له خپلواکي اداري سره په یو ګډ خبرې کنفرانس کې خبرې کولي، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بشپړه امادګي وښودله.

دی وایي طالبان که هر څومره هڅه وکړي خو په هیواد کې د ملي پروسو مخه نشې نیولائ ، او که دوي د کومي توریستي پېښې هڅه وکړي نو افغان امنیتي ځواکونه به سخته او غاښ ماتوونکې ماته ورکړي .

بل لورته د کورنیو چارو وزارت هم په خلکو غږ کوي چې له خپلو افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي تر څو د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو د ناوړه پېښو مخنیوی وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د تیاریو خبرداری ورکوي او وایي چې ټولو ولایتو ته د ټاکنو اړوند مواد رسیدلي دي.

ټاکل شوي د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د رواني میزان میاشتي په ۶ نیته ترسره شي.

که څه هم ددې ټاکنو د مخنیوي او ځنډ راپورونه وخت نا وخت خپاره شول خو له طالبانو سره د افغان سولې د خبرو له رد وروسته دغه ولسمشریزي ټاکنې باوري او کیدونکې شوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *