تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د کونړ په اوسیدونکو د پاکستاني پوځیانو د بریدونو خبرونه خپریږي چې، د خلکو سخت غبرګونونه یې پارولي دي .

د کونړ ولایتي او امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې  پاکستاني ځواکونه هڅه کوي څو د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي او دوی دغه کار ته اجازه نه ورکوي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته ویلي چې د پاکستان پوځيانو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته نږدې تجهیزات زیات کړي او د افغانستان له ځواکونو سره جنګ ته تیاری نیسي

خو د ملي دفاع وزارت بیا ویلي چې ځواکونه یې د کونړ پر سنګرونو د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، د افغانستان ځواکونه به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته نفوذ وکړي.

One thought on “دفاع وزارت: پر کونړ د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار یوو”
  1. مخکی می هم لیکلی وو او اوس هم وایم کچیری غواړی چی افغان دولت له پاکستان جنجال خلاص شی نو نړیوالو ته دی شکایت وکړی او خپل سفارت دی د یو میاشتی لپاره بند کړی چی نړی پوه شی پاکستان په افغانانو ظلم شروع کړی او بل د حل لاره نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *