تاند- ملي اردو وايي چې د افغانستان په شمال کې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کې د مرستې لپاره یو نوی سیمه ییز ځواک جوړوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي خبریالانو ته وویل، دا نوی سیمه ییز ځواک به له ملي اردو سره تړلی وي او له ۱۲ اوونۍ روزنې وروسته به په ولسوالیو کې ځای پر ځای کېږي.
ده دا هم وویل چې د ملي اردو ځواکونو اوس د شمال په یو شمېر سیمو کې پراخ عملیات پیل کړي چې دا نوی پلان عملي کړي.
د ښاغلي احمدزي له څرګندونو څو ساعته وروسته راپورونو وښوده چې طالبان د جوزجان ولایت د خماب ولسوالۍ د مرکز په نیولو بریالي شوي دي او د سرپل ولایت د مرکز په شاوخوا کې سخته جګړه روانه ده.
د شاهین قول اردو قوماندان وویل، په ملي اردو پورې تړلي نوي سیمه ییز ځواکونه به په ۷ کنډکونو کې د افغانستان د شمال پر ناامنو ولسوالیو ووېشل شي.
د امریکا دفاع وزارت هم د افغانستان حکومت ته وړاندیز کړی چې ۳۶ زره داسې سیمه ییز ځواکونه تشکیل کړي چې په ملي اردو پورې تړلي وي.
په دې وړاندیز کې ویل شوي چې باید دا ځواکونه د بېلابېلو قومونو وي چې د قومي شخړو مخه ونیول شي.
د امریکا دفاع وزارت په عین حال کې له افغانستان څخه غوښتي چې له لېرې سیمو څخه خپلې پوستې وباسی ځکه چې ساتل یې ګرانه دي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات ډېروي.
د نوي سیمه ییز ځواک تر جوړېدو مخکې افغانستان د سیمه ییزو پولیسو تجربه کړې خو په اکثرو ولایتونو کې سیمه ییزو پولیسو ښه نتیجه نه ده ورکړې.