دفاع وزارت ادعا کړې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ ګډو، ۷۷ کمانډويي او ۶ هوايي عملیاتو کې يې ۱۲۶ ترهګر وژلي او ۷۶ نور ټپیان دي.
دفاع وزارت په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوایي ملاتړ زابل، میدان وردګ، غزني، هلمند، فراه، سرپل، بادغیس، تخار بلخ، غور او کاپیسا کې شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو کې یې زابل دایچوپان کې دوه طالب قومندانان جمیل تلاوت او مولوي هیبت، جلرېز کې پنځه ځايي طالب قومندانان هر یو ملا میوند، ملاغوث، ملا همایون، ملا خطاب کوچی او جمال ناصر او د هلمند مارجه کې د طالبانو پوځي مسوول هم وژل شوی دی.
ZHWANDEE DEE WEE AFGHAN NATIONAL ARMY/POLICE &SPECIAL FORCE,
WE HOPE PEACE COME IN TO AFGHANISTAN,
AND START NATURAL LIFE FOR ALL,WE ARE MORE THEN TIRED OF KILLING.
MANANAH