تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: دفاع وزارت وايي، له ۲۴ ساعتونو راهیسې یې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸۰ وسله وال وژلي او۱۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت په دې تړاو تاند ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بغلان، فاریاب، زابل، هلمند، غزني، فراه، هرات پکتیکا، غور، کندوز، کابل، کندهار، بلخ او سرپل کې ۱۰ یرغلیز او چاڼیز، ۹۲ کمانډويي او ۳۷ هوايي عملیات کړي دي.

خبرپاڼه کاږي دغو عملیاتو کې د القاعده شبکې د ۴ غړو او دوه طالب قومندانانو په ګډون ۱۸۰ ترهګر وژل شوي، ۱۲۶ ټپیان او ۵ ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې پر طالب وسله والو د افغان ځواکونو عملیات چټک شوي او پرون یې هم بغلان کې د مهمو قومندانانو په ګډون ۵۶ وسله وال وژلي ۳۳ نور یې ټپيان کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *