تاند- د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر او د غوڅ ملاتړ ماموریت د امنیتي لېږد د ګډې قوماندانۍ مرستیال د دفاع وزارت د زرګونو افسرانو د تقاعد کېدو د پروسې په اړه نن اجرايي ريیس عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړل.
د دفاع سرپرست وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي او د غوڅ ملاتړ ماموریت د امنیتي لېږد د ګډې قوماندانۍ مرستیال تورنجنرال نیل تورګوډ د دې پروسې په اړه، چې د افسرانو د ذاتي چارو قانون بلل کېږي، معلومات وروسته له دې وړاندې کړل چې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د دفاع له وزارت څخه د شاوخوا ۶۰ زره افسرانو، چې عمرونه یې ۵۵ یا تر دې لوړ دي، د تقاعد په اړه د ولسمشر پر فرمان نیوکې وکړې.
ویل کېږي چې ولسمشر غواړي د دغو افسرانو په ځای، چې اکثره د تنظیمونو بې کفایته غړي دي، ځوان کدرونه وګوماري.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دې جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، د دفاع وزارت د ۶۰ زره منسوبانو او افسرانو د تقاعد کېدو په اړه د ولسمشر د فرمان طرحه د هېواد روانو شرایطو ته په کتو سمه نه ده.
خو د دفاع سرپرست وزیر له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره د یکشنبې په ورځ په کتنه کې وویل، د دې قانون له مخي به د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کي د هغو افسرانو د کار، فعالیت او خدمت ستاینه کيږي چي کلونه کلونه یې ځانونه د وطن لپاره وقف کړي دي.
له دې قانون سره سم به په تدریجي توګه او پرته له دې چي ظرفیتونه ضایع شي د اوږدې مودې لپاره خدمت کوونکي او د لوړ سن درلودونکي افسران تقاعد شي.
د تقاعد دا پروسه په قانون کي داسي ځای شوې چي تقاعد کېدونکي افسران به له ټولو مادي او معنوي امتیازاتو څخه برخمن کيږي او د اړتیا پر مهال به په ملکي برخو کي هم ماموریتونه ورته سپارل کېږي.
په غونډه کې وویل شول چې د دغه قانون په اړه خپرې شوې اوازې او مطرح شوي تشویشونه بې اهمیته او بې ځایه دي.