تاند- د افغانستان دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي د فراه په جګړه کې د ایران رول ته په اشارې پر دې ښار وروستی یرغل د اوبو جنګ وباله.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت ريیس او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جان نیکلسن نن په یوه پلاوي کې فراه ښار ته لاړل او په یوه غونډه کې یې د فراه د وروستي وضعیت په اړه د دې ولایت له چارواکو، ولسي استازو او خلکو سره خبرې وکړې.

دوی په دې غونډه کې، چې رسنیو په ژوندۍ بڼه خپروله، د فراه د مشرانو او استازو وړاندیزونه او نظرونه او د فراه د حملې د څرنګوالي په باب څرګندونې واورېدې.

دفاع وزیر ډګرجنرال بهرامي وویل، د فراه جګړه د اوبو جنګ دی، د سیمې ځینې هیوادونه هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته شي.

«د فراه جنګ دقیقاً د اوبو د کنټرول پر سر جنګ دی، د افغانستان په لوېدیځ کې جنګونه وروسته له دې چې د سلما بند جوړ شو او د بخش اباد پر بند کار پیل شو، ډېر شوي؛ د سیمې هیوادونه غواړي چې د افغانستان په بې ثباته کولو سره خپلو هدفونو ته ورسېږي.»

په دې غونډه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکلسن هم وویل چې طالبانو پر فراه برید د سیمې د هیوادونو په ملاتړ وکړ.

One thought on “دفاع وزیر د فراه جنګ د اوبو جنګ وباله”
  1. Iran itself did not come to attack Farah province capital .but there are the prawns and their hired laboure who shed the blood of innocent afghans on both side either taliban side and government side and aswell as civilians.this is they called holy war but it is water war

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *