تاند- د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، بهرني سختدریځي د طالبانو په جامه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګېږي.

محمد معصوم ستانکزی د جنوبي ولایتونو د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره نن هلمند ته تللی و.

ده وویل، د افغانستان د روانې جګړې ریښه داخلي نه ده بلکې دا د هغو بهرنیو تروریستانو په مشرۍ دسیسه ده چې د افغانانو خاوره یې د جګړې په میدان بدله کړې ده.

ستانکزي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د هلمند په خانشین، برامچې، مارجې او نورو سیمو کې سلګونو وژل شویو بهرنیانو ته ګوته ونیوله.

د دفاع سرپرست وزیر په هلمند کې د ۲۱۵ قول اردو منسوبانو ته په وینا کې وویل، د سیمې اوسېدونکي او افغانان حاضر نه دي چې په یادو ولسوالیو کې د وژل شویو بهرنیانو مړي یوسي.

ده همداراز وویل چې له افغان امنیتي ځواکونو سره افغانان نه جنګېږي بلکې دا بهرني ترهګر دي چې جګړه او تاوتریخوالی کوي.

معصوم ستانکزي پرون په کندهار کې له امنیتي چارواکو سره وکتل.

2 thoughts on “دفاع وزیر وايي، بهرنیان د افغان طالبانو په جامه کې جنګېږي”
  1. هیله ده د فاع محترم وزیر هغو سرتیرو او افسرانو ته د تشویق لپاره مډالونه ، تحسین لیکونه او نغدی پیسې هم ورکړی ، کومو چې له دښمن سره د جګړې په مهال شهامت ښودلی دی، څو په راتلونکی کې د لا بریاوو لپاره د پردیو مزدوران په میړانې سره وټکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *