تاند- د افغانستان حکومت وايي چې پاکستاني پوځیان د ملکیانو په جامه کې کونړ ولایت ته ننوتي او حملو ته یې زور ورکړی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دفاع وزیر بسم الله خان محمدي د وزیرانو شورا په غونډه کې پر دې ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې پاکستاني پوځیان کونړ ته راداخل شوي او په ملکي جامه کې یې پر کونړ ولایت بریدونه زیات کړي دي.

تر دې مخکې پاکستاني پوځیانو د ډیورند کرښې له پوري غاړې څخه په توغندويي او راکټي بریدونو بسنه کوله.

اسلام اباد وايي چې پاکستاني طالبان او مشران یې د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې پټ دي او له هماغه ځایه پر پاکستاني پوځیانو د حملو پلانونه جوړوي.

تېره اوونۍ د پاکستان صدراعظم په دې اړه د افغانستان ولسمشر ته یو پیغام ولېږه او غوښتنه یې وکړه چې د طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله وروسپاري او د طالبانو پناهځایونه بند کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د رسنیو د څانګې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په وروستیو ورځو کې په کونړ ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي او په دغو حملو کې له درنو او پرمختللیو وسلو زیات کار اخیستل کېږي.

د افغانستان د دفاع وزیر په وینا تر دې وړاندې د دولت وسله والو مخالفانو د افغان امنیتي ځواکونو پرضد له دې ډول وسلو هیڅکله کار نه دی اخیستی.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې وسله والو کسانو، چې غالباً پاکستاني پوځیان دي خو ملکي جامې یې اغوستي، په ننګرهار کې د عامو خلکو وژنې زیاتې کړي دي او د هلمند په ځینو ولسوالیو کې هم د ورته پېښو خبرونه ترلاسه شوي دي.

0 thoughts on “دفاع وزیر وايي، پاکستاني پوځیان په ملکي جامه کې کونړ ته راننوتي”
  1. زه بسم الله محمدی ته وایم چې تر څو به مونږ افغانان د پښتون، تاجک، ازبک، پشه یي ترکمن او نورو په نومونو په خپلو مینځونو کې جنګیږو او زمونږ له نفاق څخه به د پاکستان تور څټي پنجابیان او د ایران چپن لرونکي حیات الله ګان ګټه پورته کوي.مونږ باید عقل څخه کار واخلو یا به یو کیږو که نه نو ورکیږو او هغه ورځ به لیرې نه وي چې تورڅټي پنجابیان د کابل او شمال په کوڅو کې ګرځي او زمونږ افغانان به یي غلامي کوي. نو راځئ چې د غیرتي پلرونو په څیر نفاق ته شا کړو او سره یو شو تر څو تورڅټو پنجابیانو او چپن لرونکو حیات الله ګانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو او د خپل هیواد د آبادۍ لپاره کار وکړو
    الله مو د سره یو کړي.
    امین ثم امین

    نور

  2. ډیر ښه کړی چی داخل شوی تاسی د امنیت شوری غونډه دآیره کړی او په کلکو ټکو یی وغندی

  3. زه دودی دوس وزیر دفاغ څخه غواړم چی په خپله په عمل لاس پوری کړی زمونږ غریبانو سره څه شته چی دپاکستان جواب ووایو
    وزیر دفاع دافغانانو په وژنه خو شحالیږی ځکه چی تل دجنګ خاشاک پښتانه وی نه تاجک او هزاره……..او وغیره

  4. Salam

    Za la de daregm che besmillah da ham wana wayi che pa defa wezarat ke hm punjabi askar dakhil di, da kho nan yaw mashom hm pohigi che pakistan os ekhtyar tershawai, zaka che dasi kasan pa defa wezarat ke laro che pa kphal zan hm nadi khabar…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *