دوهمه برخه –
یو هغه وخت و چي د عثماني سلطنت تر ټولو ولایتونو لبنان زښت شیراز ، خوسال او عصریز و ، د بیلو نژادونو او مذهب منونکو عسیوي ، سني ، شعیه او یهودیان ټول په خوشالي او خپلوي سره اوسیدل هم دا تصوراتي چاپیریال تر ۱۸۴۰ ء کلونو پوري سلامت پاته و ، یورپي ځواکنو د عثماني سلطنت د ړنګولو په خاطر په لبنان کي د کورنۍ جګړې وحشي او جنونه ډکي لمبې بلي کړې ، د کال ۱۸۶۰ ء ډلیزه آخ و ډب په لبنان کي د اروا سوځوني تر بریده په غمومي توګه د مذهب په نوم وژني پیل سوې تر شمیر تیر عسیویان یې په مقدس ځایونو ( ګرجا ګهر ) کي حلال کړل ، تر دیریش زره زیات یې و وژل ، بې شمیره د وطن په پریښولو اړ سول ، د ٫٫ میروني ٬٬ ډلي عسیویانو د بشاریْ غرنۍ سیمي ته پناه یوړه کامله رحمت د میروني ډلي د پادري لور وه په مذهبي چارو بوخته کامله تر واده وړاندي د سینت ساهمن د ګرجا ګهر ساتونګې وه ډ د خپل د کاکا زوي حنا رحمت سره یې واده وسو مشر زوﺉ بطروس چي یې وزیږد حنا رحمت په حق ورسیدو ، وروسته د خلیل جبران په یو سړی چي د بشاریْ مالیه به یې ټولوله د کاملې د ښایست زښت لیواله و هم پخپله ډیر ښایسته و ، د جوهزو باغ یې هم در لودلو ، د ښې اقتصادي وضعي لکبله د کاملې مور او پلار یې له ورکولو منکر نسو ، دا تر واده وروسته ور باندي څرګنده سوه چي دا سړی د ډیرو شرابو څښلو او قمار لکبله له زیاتو ستونځو سره مخامخ دﺉ ، یو داسي بلا سړی دﺉ چي د کاملې بې له ډاریدلو پرته بله هیڅ چاره ورځني نه وه ، د لبنان د غرونو په سیورو کي کاملې په ډیر صبر او زغم د دې یوري بلا خاوند سره په ژوند تیرهولو اړه وه ، په کال ۱۸۸۳ ء کې یو ماشوم وزیږد ، د ماشوم نوم یې د پلار د نوم په نسبت جبران خلیل جبران ور باندي کښیښود ، ورپسې یې دوه هلکوان او دوې انجوني نور وسول ، د خاوند د ناوړه چلندونو لکبله یې ژوند یو عزاب ورته ګرځیدلی و لاکن کاملې په ډیره مردي سره د خپلو ماشومانو په روزنه کي زیار ګاللو ، د وخت په تیریدو سره یې د خاوند په شراب څښلو کي زیاتونه پاموله او څه چي به یې ګټل هغه به یې په قمار کي بایلل د ښه سوکاله ژوند لرلو باوجود یې په کور کي مسکینۍ کډي اړولي وې ، د پلار وحشي او غضبناک طبعیت ماشومان ډاریدلي و خصوصُا جبران چي نوري یې خبري هم پریښي وې ، د اوسه بیا دومره حساس و چي د خپل کور چاپیریال ته به یې نظر کړو دننه ، دننه به په زړه کي سره خوړل کیدو ، د خپل ذات د اظهارولو په خاطر به یې په سپینو پاڼو کرښي راکښلې او څه مهال چي به واوره ولویده د واورو پر څپولو بې تر ډیره انځورونه رغول ؤ د ناببره غضبناک توپان په شپه به یې پر ځان کالي څیري کړو له کوره به په تاخت ووتو ، د توپان په شپو کي د جبران ژغورنه د مور لپاره زښت بې خونده او ستړې ستونځه وه هر ګړی به یې څارولو او دې اندیښنو به نوره هم ځوروله چي پای به د توپانونو د دې شهزاده مستقبل څه جوړیږي څه مهال چي یې د مور د انځورګرۍ و لیوالتیا ته ور پام سو ، د کور په یوه برخه کي یې ورته ځای ځانګړی کړو ، جبران هم د مور له دا لوریني په کالو کي نه ځایدو ، د کور دا ځانګړې برخه زیاتي د ښایستو کاڼو او رنګینو پینسلانو دوکان ایسدلو او جبران به ټوله ورځ په دا دوکان کي مشغول پاته و په پنځو کلونو کې د کور ټول دیوالونه په سمو او ناسمو انځورونو وپوښل جبران د غرونو ، ویالو ، ابشارونو او ونو په منځ کي د ژوند خوندونه میندل ، یوه ورځ مور او پلار د لومړي ځل لپاره جبران له ځان سره د سمندر نندارې ته بوتلو د شمالي لبنان په لور بهیدونکي دې سمندر په اړه به جبران د ډول ، ډول خیالونو سره لوبیدلو، تر دې وړاندي یې هیڅ سیند لیدلی نه و ، تر اوسمهاله د هسکو غرونو په ویړو لمنو کي را لوی سوﺉ و لاکن اوس یې د سترګو تر دیده ارت سیند غوړیدلی پروت و جبران یو نظر آسمان ته وکاتو آسمان او سیند یو رنګي و ، بې شمیره لوی ، لوی بیړې ګرځیدې چي د جبران لپاره یوه نوې او حیرانونکې دنیا وه ، د فطرت یو نوﺉ انځور د جبران په وړاندي ځلیدو چي د ده و تصوراتي نړۍ ته یې پراختیا او لیوالتیا وروبخښله جبران چي بیرته بشاریْ ته را ستون سو نو یې په سترګو کي بې پایانه سیند هم ورسره را وړلو او په سیند کي تاویدونکي بیړې یې د خپلو خوبونو برخي وګرځولې ، انځورګرۍ یې ناڅاپه تغیر وموندلو نور یې په اهځورونو کي د غرونو او ابشارونو ځای د سیند شنو اوبو ونیولو ، جبران د دې حیرانونکو منظرونو د خوبونو په تبعیرونو پسي لالهانده و چي یوه بله نوې دنیا ور باندي څرګنده سوه ، یوه ورځ یې پلار د محصولاتو تر را ټولولو پس کور ته راغی پر شونډو یې مسکا رغړیدله ، ویې ویل موږ به ټول بعلبک ته ځو !بعلبک یو مقدس زیارت دﺉ او دا ښار د لمرین دیوتا په نوم یادیږي ، لوی او پراخ کهنډرات د مقدس زیارت د پام وړ او حیرانونکې چوپتیا د دې ښار مهمه ځانګړتیا پامیږي څه مهال چي دوﺉ بعلبک ته ورسیدلو پر لمرین ښار د سپوږمۍ نازکه سپینه پرده غوړیدلې وه ټول مخلوقات د چوپتیا په غیږ کي بیده پاته و جلالي کهنډرات دا ډول ایسیدل لکه دیب زاد مخلوقاتو چي خپل سرونه را هسک کړي او ښار څاري ، دوﺉ ټول په یوه ځنګله کي میشت سو چي په معبدونو او مقدسو سمڅو کي ګیر و ، د ځنګل تیارو او د اسرارو ډکو چوپتیاو ماشومان ډارولي و لاکن د جبران لپاره دا هر څه د زیاتي خوښۍ باعث و له ونو را څخیدونکو تیارو یې سترګو ته ځلا ورکوله تر نیمو شپو به د فطرت لوڅي نندارې ته ویښ پاته و ، څه ډول چي به سپیدې وچاودل سوې جبران به په تاخت په ټوپونو د ځنګل پر لور روان سو ، یو سهار یې د یوه زاړه معبد در څنګ یو سړی تر ستر ګو سو چي په یوه ویرانه څنډه کي ناست و ، سترګي یې په لویدیځ کي کنډلي وې جبران ښه تر ډیره په برندو سبرګو ورته کتل وروسته یې پوښتنه ورځني وکړه دلته څه غواړې هغه سړي په ځواب کي ورته وویل ٫٫ د ژوند په اړه فکر کوم ٬٬ جبران ورته وویل ٫٫ بس فقط هم دا قدر ؟ هغه سړي په زغرده ورته وویل ٬٬ ولي دا قدر کافي نه ده ؟ د دې سړي په خبرو کي څه عجبه غوندي کشش و جبران هښي سترګي ورته پاته سو لکه چي جبران هم د ژوند په اړه فکر کوي او دا ورباندي په لومړي ځل روښانه سوه چي د ژوند په اړه هم فکر کیدلی سي جبران تر څلورو شپو د خپل ټبر سره په دې ځنګل کي میشت و هغه کهنډراتو ته بې کتل چي یو وخت روغ رمټ او سلامت پاته و او اوس یې تش یو څه نخښي پاته وې جبران له ځان سره وویل هم دا به ژوند وي ، جبران ته یوه ورځ په زړه کی ور وګرځیده ٫٫ د ژوند په اړه د فکر یوه لاره دا هم ده چي دا ټول منظرونه دي د کاغذ پر پاڼو انځور سي ٬٬ په دا بل سهار جبران خپل ارزښتناک پینسلونه او د سکارو ټوټې له ځان سره واخستې د کور سره نژدې د غره په لمن کي جوړي خانفاه (مارسارکس ) ته ورغلو جبران دا ډول وپاموله ي دا به هم هغه خانقاه وي چي په پنځمه پیړۍ کي سینټ میرون د خپلو عباداتو ګلونه پکي شیندلي و هم دلته د شام لومړیو عیسویانو د سینټ میرون شاګردي قبوله کړه هم له دا ځایه میروبي ډلي وجود وموندلو جبران پخپله د دې ډلي یو غړی و جبران د میروني ډلي زیاتي کیسې د خپلي موره وریدلي وې دا ځکه جبران پخپله یو صوفي ایسدلو هغه هم ۹ کلن نابلده صوفي ، په خانقاه کي په ساعتونو ، ساعتونو په انځورګرۍ کي بوخت پاتیدل یې اوس ورځنی معمول ګرځیدلی و ، د خانقاه خلوت ، د خانقاه تر دیوالونو را څڅیدونکي وحشتونه او فطري منظرونه یې پخپله اروا کي واخښل وروسته یې د انځوګرۍ په چارو کي ورور هم ور سره انډیوال سو ، دواړه وروڼه زښت پر یو او بل سره ګران او په فکري کچه یوه او بل ته سره نژدې و ، د سهار له منظرې د خوند اخستلو لره د لمر تر را خاتو د مخه به دواړو ځانونه خانقاه ته ورسول ، جبران به په انځورګرۍ بوخت سو او نرور به یې ورته ګرځیدلو ، یوه ورځ یې ورور ورته وویل درځه چي غره ته ولاړ سو د غره تر څوکي د وډري څنډي ننداره به وکړو ، جبران په ځواب کي ورته وویل دا غر څومره هسک دﺉ ؟ ورور یې ورته وویل نو څه وسو د غره تر څوکي چي د کومي دنیا ننداره کوو ، ته راته ووایه هغه کومه بعیه لري ؟ جبران ورته وویل ته سم وایې لاکن خطر پکي دو چنده دﺉ ! ورور یې ورته وویل ٫٫ څه عجبه غوندي خبري کوې ته هم له خطره ډاریږې ٬٬ ورور دا وروستۍ خبره په داسي خارجن انداز ورته وکړه چي د جبران غیرت یې را وخوړکولو. نور بيا…
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴