دريمه برخه –

اوس دواړو وروڼو لاسونه سره ورکړو غره ته په ختلو سر سو ، تر یوه ځایه ښه په وسا وختل چي سل فټه هسکوالي ته نژدې سو په دواړو پسي پښې څکیدلې ورور یې ورته وویل نور په وړاندي تګ یو عزاب راته ښکاري ! جبران ورته وویل یوه بزرګ سړي راته ویلي دي چي ژوند هم دا ته واي ،، ناڅاپه یوه غیبي توان ورپکي غزونی وکړو او دواړه په وړاندي وخوځیدل پنځوس فټه لاره یې نوره پریګړه لاکن غر بې د لاري خنډ وګرځیدو نور په وړاندي تلل د لیوني خوب ورته ایسدلو ، بیرته په شا ګرځیدل دواړو عافیت وباله لاکن دا مهال د جبران پښه وښویده ورور یې هم ځان تکیا نکړو په رغړیدو ، رغړیدو دواړه کښته را ولویدو د څو، څو ساعتونو مزل په یو څو دقیقو کي تمام سو ، د جبران وږه ماته سوه هم یې مخ زښت ژوبل سو ، د ورور یې پښه ماته سوه دواړه د ښوره لویدلي و ، دا ځکه دواړه د مړو په څیر پراته و یا لکه چي د مرګ په طمعه وي ، ښه ساعت وروسته چي جبران په سد کي سو په څکیدو ، څکیدو یې ځان تر کوره ورسولو ، ورور یې د ډیرو خوږو لکبله ښور خوړلی نسو پر خپل ځای ښخ پاته و ، د مور چې په یو داسي ژړبل سوي حالت کي جبران در سترګو سو آسمان ورباندي را نسکور سو د خدای په خداي حیرانه سوه او څه مهال چي په دې وپویدله چي بل زوﺉ یې په غره کي په زخمي حالت کي پروت دﺉ نو یې ټول کلی پر سر سره واخستو، خلک غره ته ورپسې ولاړو او د جبران ورور یې کلي ته را وړلو ، جبران زښت له توانه لویدلی و ، په هیڅ یوه دارو بې هوښه کیدلو نه لاکن د وږې د هډ رغوني پاره یې دا ګړی بې هوښي اړینه وه بالاآخر هیڅ چاره نه وه بې له بې هوښۍ د هډ رغوني عملیات یې اجرا سول لاکن د جبران ناتواني هیڅ د لیدلو نه وه دا یې د بې پایانه صبر او توان یو څرک و چي بې له بې هوښۍ د عملیاتو تر سخترو ژوندی هم ګړندی را تیر سو ، که څه هم دا وختونه د جبران د کورنۍ لپاره زښت تارخه او ګړاوجن و لاکن د بشاریْ خلکو ورسره بې کچه مینه وښودله خصوصاً د جبران په درملنه کي ډاکټر سلیم ظاهر خو شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه ، جبران تر څو مساشتو پوري پر بستره پروت و ، هډ چي یې ورغیدلو نو څرګنده سوه چي هډ یې سم پیوند نیولی نه دی یوار بیایې د عملیاتو تر ګړاونو را تیر کړو ، هډ یې بیا ورمات کړو بیا یې ورپیوند کړو ، جبران دا حیرانونکي تجربې د یوه نوي خوند سره اشنا کړو د شفقت او میني نوﺉ مفهوم ورباندي وغوړیدلو ، کلیوالو چي ورسره څه ډول توده مینه څرګنده کړه هم دې میني ورباندي دا عیانه کړه چي مینه د هر رنځ علاج دﺉ ، د ډاکټر سلیم ظاهر سره لیدلو جبران ته دا جوته کړه چي د نورو په خاطر ژوند تیرول رشتونی ژوند دﺉ ، څو میاشتي پس له بسترې را جګ سو ، بیخي د کاره لویدلی و ، دا مهال جبران ۱۲ کلن و لاکن تر اوسه لا مکتب ته داخل سوﺉ نه و ، پلار یې د جبران د روغتیا پس د مکتب پر ځای غوښتو چي د مالې په را ټولولو کې د ځان سره ملګری کړي هم جبران د پلار دا وړاندیز په خوښي ورسره قبول کړو هم دا یې د ځان لپاره د سیل یو طلایی چانس وبللو د نوو خلکو نوو منطقو د لیدلو یې په زړه پوري وسیله وبلله ، دا سفر رښتیا هم ورته نیکمرغه وګرځیدلو د لبنان غرنۍ سیمي ، غرني خلک ، رمې ، شپنان چي یې در سترګو سو څه عجبه نابلده کوم خوندور احساس په غیږ کي ونیولو ، د آزادو فضاګانو د وړو لیدو یې د حیرانتیا په زیاتونه کي یو ښه پیلامه وه ، دغرینو درو او د صنوبر د وږمینو ونو په منځ کي تیریدلو مهال جبران د فطرت ږغ له ورایه به اوریدلو دا ځکه اوس په داهمي توګه د پلار سره د مالې ټولولو لره به بللو د ځلمیو شپونکیو زړه تخنونکي نغمې او د دې هغمو خوږې ازانګې د شپېليو مینه ناک ږغونه چي د جبران تخیل بهیې ځنګولو ، اوس جبران داسي وانګیرله چي د رنګونو له دنیاګۍ د الفاظو نړۍ ته را کډه سو ، جبران چي به ماښام مهال د بیواني ستورو تر ډک آسمان لاندي وغځیدلو په اروا کي بې لیوالتیا وغوړیدله د خوبونو د لیدلو زړي به یې د زړه پر دښته را وټوکیدل ، د پلار لپاره به یې د دې سفر موخه تش د مالې را ټولول و لاکن د جبران لپاره دا سفر د اروایي توان د موندلو وسیله سوه ، جبران به یې هر ګړی د ځان پرلور بللو ، د ځنګلو قدرتي منظرونه و چي کومو انساني لاسونو ودان کړي نه و فطرت ته دومره نژدې کیدل د فطرت سره داسي مینه لرل یو فطري عمل دﺉ ، جبران اوس د ځنګله تر عبادت کولو وروسته به څه زهیر ، زهیر غوندي و ، زړسواندي مور به د خپل نازولي زوﺉ ټولي غوښتني ورسره منلې هم یې په هر ډول نازولو ، جبران نور د خپل پلار د سپکو سپورو بیزاره و د مور په غیږ کي بې آرام موندلو د ٫٫ لمرین دیوتا ٬٬ له ښاره د راتللو پس په جبران کي د تلوسې جنس تر پخوا زښت ګړندی سوی و ، هغه سړی یې تر اوسه په یاد و چي جبران په ځنګله کي ناست لیدلی و چي د ژوند په اړه یې فکر کولو جبران به اوس هر وخت د ځان سره بوڼویدلو چي د ژوند په اړه فکر کول څه ته وایي او ژوند وایي څه ته ؟ په دا ډول اندیښنو کي به توره شپه ورباندي سهار سوه د مقدس ځایونو د ژنګونو په ږغونو به فضا ټوله سندریزه سوه ، دغه ژنګونو به بیده خلک را ویښ کړل د سهار عبادت ته بې بللو. نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *